کور / راپور / کندهار کي د اشرف غني کمپاينيز دفتر ته څېرمه چاودنه سوې

کندهار کي د اشرف غني کمپاينيز دفتر ته څېرمه چاودنه سوې

د کندهار ښار د ۱۴ حوزې اړوند د لالک ماما د تعمير سره د اشرف غني د کمپاين د دفتر سره چسپکي ماين چاودنه کړې، چې پکي ۵ ملکي کسان ژوبل سوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي دفترته ټاکنيز موټران د ننوتلو په حال کي وه او پر ديوال نښلول سوي چسپکي ماين چاودنه وکړه.

پوليس وايي، ملکي وګړي د روغتون د ښيښو د ماتېدلو له امله ژوبل سوي دي.

بل خوا نن ماځيګر په همدغه سيمه کي د شاوليکوټ ولسوالۍ يو قومندان په چريکي بريد کي ووژل سو او يو بل ملګری ئې ژوبل سو.

د قومندان د وژني مسؤوليت طالبانو ومنی.