کور / راپور / نن د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين وروستۍ ورځ ده

نن د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين وروستۍ ورځ ده

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کمپاين وروستی وخت  نن د سبټمبر ۲۵ د شپې تر ۱۲ بجو پوري ټاکل سوی دی.

د افغان ولسمشريزي ټاکني به د سپټمبر پر ۲۸ چي د مېزان د ۶ نېټې سره سمون خوري پيلېږي.

د ټاکنو کمېسون وايي، چيانتخاباتي کمپاينونه د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې بندېږي.

د ټاکنو کميسون وايي، چي د رايي اچولو پروسې ته ئې په بشپړه توګه چمتوالی ښودلی دی.

د افغانستان ولمسشريزو ټاکنو ته له لومړي سره ۱۸ نوماندان ولاړ وه، چي په دوی کي زلمی رسول او شيدامحمد ابدالي د اشرف غني په ګټه له نوماندۍ تېر سول او پاتي کسان د سيالۍ ډګر ته راوتلي دي.

امنيتي ادارو هم د ټاکنو د امنيت په هکله ډاډ ښودلی دی او خلګو ته ئې ويلي، چي په پوره اطمنان کولای سي د رايي مرکزونو ته ولاړ سي او د خپلي خوښي نوماند ته رايه ورکړي.