کور / راپور / عمران خان: د کشمير په هکله د نړيوالو غبرګون نهيلی کړی يم

عمران خان: د کشمير په هکله د نړيوالو غبرګون نهيلی کړی يم

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چي د کشمير په هکله د نړۍ غبرګون ډېر نهيلی کړی دی.

نوموړی چي د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته د ګډون په موخه امريکا ته تللی، تېره ورځ ئې نیويارک کي يوې خبري ناستي ته په خبرو کي وويل، ما نړيوالو ته وويل چي په کشمير کي بايد ګرځبنديز ليري سي او له هغه ځايه د هند پوځ ووځي، خو نړيوال په دې کار کي ډېره لېوالتيا نه ښيي.

عمران خان زياته کړه، نړۍ د هند پراخ مارکېټ ته ګوري او له همدې امله ورباندي فشار نه اچوي، چي همدې کار سخت مايوسه کړی يم.

هند د اګسټ پر پنځمه نيټه د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او هغه ئې په بشپړه توګه د هند تر قانون لاندي راوستی.

دې کار پاکستان خورا په غوسه کړ او د هند ددې ګام پر ضد ئې نړيوالو ته اعتراضونه وکړه، خو داسي برېښي چي نړيوال په دې مسله کي ډېره ليوالتيا نه ښيي.