کور / راپور / ټرمپ وايي، د افغانستان لپاره د ښې راتلونکي هيله لري

ټرمپ وايي، د افغانستان لپاره د ښې راتلونکي هيله لري

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، موږ د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي په هڅه کي يو.

نوموړي تېره ورځ دملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وينا کي وويل، چي دوی هڅه کوي چي د سولي پر لارو چارو کار وکړي، خو په وينا ئې طالبانو خپلو بريدونو باندي وښودل چي سولي ته ليوالتيا نه لري.

ټرمپ په خپله وينا کي وويل: “په ټوله نړۍ کي زموږ پیغام روښانه دی. زموږ هدف بې پایه جگړو ته تګ نه دی. په همدې هدف زما اداره د افغانستان لپاره د ښه راتلونکې په هیله کي ده”.

هغه زياته کړه: “ له بده مرغه طالبانو خپلو وحشي بريدونو ته ادامه ورکړې ده، خو موږ به د خپلو افغان همکارانو سره د ترهګرۍ په له منځه وړلو کي جدي هڅي کوو”.

څو ورځي وړاندي ټرمپ د طالبانو سره خبري اتري بندي کړې او لامل ئې دا وښودی چي طالبانو د مذاکراتو په جریان کي د کابل په زړه کي بمي بريد وکړ، چي يو امريکايي او ۱۱ افغان ځواکونه پکي ووژل سول.

ټرمپ وويل، د طالبانو سره ئې ځکه خبري لغوه کړې چي دوی اوربند ته غاړه نه ږدي.