کور / اقتصادي / وزيرستان کي د ګيسو کمپنۍ پر کاريګرو بريد کي مرګژوبله اوښتې ده

وزيرستان کي د ګيسو کمپنۍ پر کاريګرو بريد کي مرګژوبله اوښتې ده

 

د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کي د ماړي پټروليم په نوم پاکستانۍ ګيس کمپينۍ پر کارکونکو بريد سوی او ددغه کمپنۍ څلور کسان ئې وژلي دي.

په پېښه کي دوه پوليس افسران هم وژل سوي دي او څلور نور پوليس ژوبل دي.

دغه پېښه تېره ورځ په سپين وام کي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د يادي پاکستانۍ کمپنۍ کاريګرو په سيمه کي د ګيس اخيستلو پروژې باندي کار کاوه.

له دې وړاندي هم په وزيرستان کي د ګيسو پر کمپنۍ بريدونه سوي او ګڼ کسان پکي وژل سوي دي.

پاکستان د پښتني سيمو څخه طبيعي سرچينې باسي او پنجاب ترې ګټه پورته کوي.