کور / سياسي / د تباهۍ لار! 

د تباهۍ لار! 

 

ټاکنې نفیه کول او د ملت غیاب کې معاملې او نوي بُن  ته سپارښت د تباهۍ لار ده.

د ټاکنیز ټيمونو دوه مخه سیاست او تذبذب چې که انتخابات مې ویوړل نو ښه او که مې وبایلل نو بیا هرڅه خراب او ټاکنې نه منم او تهدید کوم د یو با عزته او با مسولیته افغان او ملي با عزته او متعهد افغان سیاستوال موضع نه ده.

په دې کار هرڅه  د افغانستات د اساسي قانون په شمول منتفي کول او د افغانستان په هکله د پاکستان او ایران د شومو اهدافو د تحقق لپاره کارکول او لمن ته غورځېدل او واقعیت کې د بل بُن د ناروا کنفرانس د معاملو او د خلکو په غیاب کې حاکمیت جوړول،  د لندغرو او دښمنانو له تهدید او ‌‌‌‌‌‌ډارې دې ننګین او د بنیادي تناقضاتو ‌‌‌‌‌‌ډک حالت او د حل لارې ته چې د تباهۍ لار ده ، سفارش کول دي، چې تاسې یې د عملي کولو وړاندیز کوۍ. دا  د منلو نه ده.

هو د ملت د ارادې او تصمیم د حصول لپاره باید  ټول لاسونه سره  ورکړو. دا د حل درسته لار ده او بلې هرې د قدرت لیونیو نوو لوبو  ته غاړه ایښودل او تشویقول د افغان ملت او عدالت سره جفا ده او عواقب ‌‌‌‌‌‌یې افغانستان او سیمې ته ډېر سخت تاریک او بس خطرناک حالت ته سوقول وینم.

دې حالت او دغه د ستاسې سفارښت کې نه سوله او نه د ولس او نه د افغانستان رغښت دی.

دې کې هماغه کیږي ټوپک ماري او زور واکي ده. هغه زور واکي چې د افغانستان دښمنان  او په سر کې پاکستاني او ایراني دښمنان او د 18 کلن د ناروا زور او زر ته د رسېدلو ملیونرانو او د چوکۍ لیونیان هغوی چې بیا دې وطن کې ناروا قدرت غواړي کار کول دي. دې ناروا موخو ته عمداً او یا سهواً کار کول د منلو نه دی او دې کې د افغان ملت او سولې تباهي وینم.

دا کار مه کوئ او دا د ټولو له مخه با مسولیته وجدان ته د خبردارۍ په ‌‌‌‌‌‌ډول وایم.

باقي ستاسو انتخاب.

دوکتور صلاح الدین سعیدی