کور / راپور / فعالان: پاکستان دي لومړی پر پښتنو ظلمونه ودروي، بيا دي د هند سره دجګړې خبره وکړي

فعالان: پاکستان دي لومړی پر پښتنو ظلمونه ودروي، بيا دي د هند سره دجګړې خبره وکړي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چي کېدای سي د کشمير پر سر د هند سره جګړه رامنځ ته سي.

نوموړي دا خبري په امريکا کي کړي، چيري چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون لپاره هلته تللی دی.

عمران خان ویلي، چي په کشمير کي په لوی شمېر هندي ځواکونه موجود دي او هلته ئې خلګ محاصره کړي دي.

د عمران خان په خبره، که چيري حالات همداسي روان وي، نو کېدای سي د هند سره پاکستان په جګړه کې ښکېل سي.

هند د اګست پر ۵ نېټه د کشمير ځانګری نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او په بشپړه توګه ئې د هند د قانون لاندي راوستی.

له کله چي هند دا فيصله کړې پاکستان سخت په غوسه سوی او نړيوالو ته ئې په دې موضوع کي د ورګډېدلو زارۍ شروع کړي دي، خو داسي بريښي چي د عربي نړۍ په ګډون نور نړيوال هم د کشمير په موضوع کي چندان ليواتيا نه ښيي.

بل خوا نړيواله ټولني پاکستان ته ګوته نيولې چي پاکستاني پوځ په پښتون ميشتو سيمو کي د پښتنو حقونه تر پښو لاندي کړي دي او له کلونو راهيسي هلته پښتانه وژل کېږي، اختطاف کېږي او په زرګونو کسان ئې لادرکه کړي دي، خو د هغوی تپوس څوک نه کوي.

په پاکستان کي مدني فعالان او د بشری حقونو څارونکي وايي، پاکستان ددې پر ځای چي له هيواد بهر د کشمير موضوع ئې ګرمه ساتلې ده،  لومړی دي تر خپل کنټرول لاندي سيمه کي د پښتنو او بلوڅو پر وړاندي زور زياتی ودروي.