کور / راپور / ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چي په ولسمشريزو ټاکنو کي دي له بريدونونو ډډه وکړې

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چي په ولسمشريزو ټاکنو کي دي له بريدونونو ډډه وکړې

د افغانانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تاداميچي ياماماتو پر طالبانو ږغ کړی چي د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کي دي پر عامووګړو او د انتخاباتو پر مرکزونو بريدونه نه کوي.

نوموړي په دوحه کي د طالب استازو سره د ليدني پر مهال هغوی ته ويلي، چي د ټاکنو په ورځو کي دي د بريدونو څخه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو په يوه خبرپاڼه  کي راغلي چي یامامتو تېره سه شنبې له طالبانو سره لیدلي دي.

 نوموړي ویلي، د رایې ورکولو پر مرکزونو او په ټاکنو کي پر ګډون کوونکو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د دې شونتیا شته چې دا جنګي جنایت وګڼل سي.

هغه زیاته کړې، د دغه ډول کړنو عاملین باید ځواب ویونکي وي او په همدې وجه طالبان باید له هر هغه ګام ډډه وکړي چې د ټاکنو د ګډوډېدو لامل ګرځي.