کور / راپور / کوټه کي بم چاودني پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

کوټه کي بم چاودني پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

په کوټه کي د پوليسو پر ګاډي بم چاودني ګڼه مرګژوبله رامنځ ته کړې ده.

نن سهار د کوټي په شرقي بايپاس کي د ماين يوې چاودني د پوليسو ګاډۍ والوزاوه او پکي سپاره ۲ پوليس مړه او ۳ نور سخت ژوبل سول.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د پوليسو د ګزمې ګاډۍ له سيمي څخه تېرېدی او ريموټ کنټرول بم  ورباندي وچاودېدی.

د پېښي مسؤوليت تر دا مهاله کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.

.