کور / #PTM / پښتون ته کشمير که وزيرستان مهم دی؟

پښتون ته کشمير که وزيرستان مهم دی؟

د اګسټ له ۵ نېټې چي کله هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ، پاکستاني رياست په خپل بشپړ زور سره دې خبري ته دومره هوا ورکړه، چي اوس لومړی وزير عمران خان آن د نړۍ پر هيوادونو ګرځي او د هند د حکومت پرضد نړيوال دې ته رابولي چي د کشمیر په هکله د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.

که څه هم کشمير د پاکستان خاوره نه ده، خو د اسلام په نوم پاکستانی رياست هڅه کوي چي دا سيمه تر خپل نفوذ او کنټرول لاندي راولي.

داسي مالومېږي چي د اسلام په نوم د پاکستان سياست نور نتيجه نه ورکوي، ځکه اوس ټوله نړۍ د دغه هيواد په نيت پوه سوې ده او د عربي نړۍ په شمول نړيوالي ادارې د کشمير په هکله بې تفاوتي ښکاره  کوي.

پوښتنه داده چي پاکستان ولي د کشمير پر سر دومره غوسه سوی او حال دا چي د رياست تر کنټرول لاندي پښتانه او بلوڅان هره ورځ د ظلم سره سره مخ دی، وژل کېږي، په زرګونو ځوانان ئې لادرکه دي، کورونه ئې وران سوي او کډوالۍ ته مجبور کړل سوي دي؟

که په کشمير کي پر میډيا بنديز دی، نو پر وزيرستان خو هم تراوسه يوې پاکستانۍ ميډيا راپور جوړ نه کړ، چي هلته د پاکستاني پوځ لخوا کوم وحشتونه روان دي.

که د وزيرستان او نورو پښتني علاقو باندی نظر واچوو دا به جوته سي چي څومره ظلم او وحشت چي رياست او پوځ د پښتنو سره کړی، د هغه په لسمه برخه ظلم په کشمير کي نه دی سوی.

موږ دا نه وايو چي کشمير کي دي حالات ترينګلي وي او کشميريان دي په دربدرۍ او بدامنۍ کي ژوند وکړي، خو خبره داده چي لومړی بايد پښتون د خپل سر غم وخوري، لومړی بايد خپل ماشوم وژغوري، خپل عزت وساتي، خپله خاوره او خپل قام  له ظلمونو او وحشتونو څخه بچ کړي.

دا چي هره ورځ په وزيرستان کي ماشومان په ماين چاودنو کي ژوند بايلي او ژوبل کېږي، ښځي بې عزته کېږي، پوځ له اجازې پرته کورونو ته ننوځي، هلته سياسري وژني، سپين ږری، ځوانان، ماشومان او ښځي باندي وحشت او بربريت کوي او هره ورځ د پوځ او خفيه ادارو لخوا خلګ لادرکه کېږي او څو ورځي وروسته ئې مړي وموندل سي ايا ددغه پښتنو وينه د کشميريانو تر هغې ارزښت نه لري او که دا پښتانه هيڅ بشر نه دي!

هغه پښتانه چي د کشمير غم اخيستي دي، ايا د خپلو وينو رنګ ئې سترګو ته نه درېږي، هغه ماشوم ئې مخي ته نه درېږي چي پلار ئې د وحشي پوځ لخوا په ګوليو ويشتل سوی او د سر سيوری ئې د ابد لپاره ورڅخه اخيستی دی؟

ايا هغه سياسره او مور ئې سترګو ته نه درېږي چي په اوښکو اوښکو د خپل خاوند او  بچي د راتګ لاري څاري، خو خبري نه دي چي   دهشتګر پوځ ئې خاوند او د زړه ټوټه په بې رحمۍ سره تر تېغ تېر کړی دی؟

د هغه ماشومانو او ميندو چغې ئې غوږونه نه اوري چي پوځ به ئې د کور مشران په بې عزتۍ له کوره ايستل او د ابد لپاره ئې د خپلي کورنۍ څخه بېل کړل؟

په وزيرستان کي به داسي کورنۍ ونه موندل سي چي د هغوی يو غړی دي د وحشي پوځ لخوا يا وژل سوی نه وي او يا هم ژوبل نه وي.

ددې وحشتونو لاندي د کشمير د ازادۍ نارې وهل به داسي مانا ولري چي خپله څوک غرقېږي، خو د بل د ژغورلو لپاره لاسونه ترپوي.

پښتنو! سره يو سئ او په خپل پوره ځواک او قوت د خپل سر څخه اور مړ کړی او د خپلو شهيدانو او رنځورانو لپاره د انصاف اخيستلو ږغ اوچت کړی.

کشمير نه په پښتنو پوري اړه لري او نه ئې پښتانه مسؤول دی.

هر پښتون د خپل قام او خپلي ځمکي پر وړاندي مسؤوليت لري.

د پښتنو د يووالي په هيله.