کور / راپور / طالبانو پر ټاکنيزو مرکزونو د بريدونو ګواښ کړی دی

طالبانو پر ټاکنيزو مرکزونو د بريدونو ګواښ کړی دی

طالبانو ګواښ کړی چي د ولسمشريزي ټاکني به اخلالوي او د ټاکنو پر مرکزونو ئې هم د بريد ګواښ کړی دی.

طالبانو په خپله تازه خپره سوې اعلامیه کي ويلي، چي ټاکني يوه امريکايي پروسه ده او هيڅ مشروعيت نه لري.

په اعلامیه کي راغلي چي دوی خپلو جنګيالو ته امر کړی چي د ټاکنو پر مرکزونو بريدونه وکړي او ټول هغه کسان په نښه کړي چي د ټاکنو لپاره امنيت خوندي کوي.

طالبانو پر داسي مهال د ټاکنو د اخلالولو اعلان کړی دی، چي د افغانانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تاداميچي ياماماتو پر طالبانو ږغ کړی چي د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کي دي پر عامووګړو او د انتخاباتو پر مرکزونو بريدونه نه کوي.

نوموړي په دوحه کي د طالب استازو سره د ليدني پر مهال هغوی ته ويلي، چي د ټاکنو په ورځو کي دي د بريدونو څخه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو په يوه خبرپاڼه  کي راغلي چي یامامتو تېره سه شنبې له طالبانو سره لیدلي دي.

 نوموړي ویلي، د رایې ورکولو پر مرکزونو او په ټاکنو کي پر ګډون کوونکو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د دې شونتیا سته چې دا جنګي جنایت وګڼل سي.

هغه زیاته کړې، د دغه ډول کړنو عاملین باید ځواب ویونکي وي او په همدې وجه طالبان باید له هر هغه ګام ډډه وکړي چې د ټاکنو د ګډوډېدو لامل ګرځي.