کور / علمي / په تشيال (خلا)  کې پښتو

په تشيال (خلا)  کې پښتو

ليکوال:   بشرمل ناصر

د افغان وطن په ننګيالۍ خاوره کې ډېرې ستري ککرۍ زېږدلې دي هغه که دعلم په ډګرکې وي او که دقلم اوتورې په لارکې وي دخپل هېواد اوژبې له پاره يې هڅه کړې ده چې په نړۍ کې مقام ومومې دافغان په غيرتي ټاټوبې کې دعبدالاحد مومند غوندې نوميالى هم په کال 1959دجنورې په لومړۍ نېټه ودې نړۍ ته سترګې روڼې کړي دي چې په ستونزمن حالاتو کې زده کړي بپشړه کړې دي دهواي پوهنتون دزده کړو له پاره روسيه ته ولاړ او هلته يې زده کړي ترسره کړې چې په 1988عسوي کال کې دشوري اتحاد په مرسته سره دتشيال (خلا) ته الوتنه وکړه چې دافغانستان له پاره يو وياړ وئ چې لومړۍ پښتون و چې له تشيال (خلا) څخه يې په مورنۍ ژبه دوخت له ولسمشر ډاکټر نجيب الله شهيد سره د سپوږمکۍ له لارې خبرې وکړې چې دعبدالاحد مومند مور ډېره پريشانه وه چې دخپل زوى تاتمول يې و او ډاکټر نجيب الله شهيد دازمينه ورته برابره کړه د پښتونو له پاره يوځانګړى تاريخ دى چې پښتو ژبه له خلا څخه وويل شوه او تراوسه پوري له خلاڅخه درې ژبې نورې ويل شوې دي او يوه ژبه پښتو ده چې عبدالاحدمومند وويله چې ټوله څلورژبې دې او زموږ پښتانه دخپلې ژبې له تاريخه ناخبره يو چې پنځه زره کلن سره هم لا پښتو ژبه په لږ پېمانه لوستونکي لري دبل په ژبه وياړ کوي چې هغه ژبه ده چې په خلا کې او په ځمکه له هرچاسره سيالي کوي دټولنيزو رسنيو کې زياتره پښتانه انګلسې او اردو ژبه ليکي دهغو دليل داوي چې موږ پښتو ليک کولاى نه شو او دداسي مېړني له نوم سره نااشنا دي چې هغه له مورنۍ ژبې دمينې په خاطر پښتو وويله که چيري څوک دادليل وايي چې زما زده کړي په مورنۍ ژبه کې نه دي کړې او هروخت ترپښتو دبل ژبه ډېره وايې خو عبدالاحدمومند هم زده کړي په روسي ژبه کې کړې وې او شوروي اتحاد په مرسته خلا ته ختلى و دهغو دخوشحاله کېدو په خاطربه يې روسي ژبه ويله خو هغه ته پښتو شېرينه ژبه وه او مورنۍ ژبه يې کڼل کېدله ـ عبدالاحدمومند خلا ته قران شريف ورسره وړى و او هلته يې تلاوت کړ دا لومړى کس و ـ  چې له ځان سره يې مقدس کتاب وړى و او عبدالاحد مومند په خلا کې اته ورځي ،شل ساعته او شپږويشت دقيقې تيرې کړې او بېرته خپل هېواد ته راستون شو چې کله راغى دډاکټر نجيب الله شهيد له خوا ورته يوه پوځي رتبه ورکړه او ددې ترڅنګ دهغه وخت دشوروې اتحاد هم اتلولى ورکړه چې ډېر وستايل شو دالومړۍ افغان و چې خلاته ولاړ او دهغه ّځاى څخه يې دهېواد په غرونو کې معدن معلومول ـ دهغه وخت دولسمشر ډاکټرنجيب الله شهيد يوه ستره لاس ته راوړنه داهم ګڼلاى شو ـ چې په سختو شرايطو کې يې يو افغان له ځمکې ترخلا ورسولاى دهېواد نوم په نړۍ کې اوچت شو ـ دادمېړنو خاوره دي تل شيرازه او دامن يه خوشبوباندې معطره وي چې دوينو بارانونه دسپرلي په سروګلونو بدل شي.

ماخذ ـ ويکپيډيا