کور / د ډيورنډ کرښه / باجوړ کي يو قومي مشر د ماين چاودنه کي وژل سوی دی

باجوړ کي يو قومي مشر د ماين چاودنه کي وژل سوی دی

د باجوړ  د مومندو تحصيل په لغړۍ علاقه کي تېره ورځ يوې بمي چاودني يو قومي مشر او دهغه ملګری وژلی دی.

پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله ملک نادر خان له خپل کور څخه وتی او په لار کي ورته ايښودل سوي بم چاودنه وکړه.

د پېښي پړه طالبانو په غاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي دا کار ئې د خپل يو وژل سوي جنګيالي په بدل کي کړی دی.

ملک نادر خان د امن کمېټې يو غړی وو.

د باجوړ اوسېدونکي وايي، چي دلته د پاکستاني ارمي او خفيه ادارو په مرسته بيا د نا امنۍ پېښو ته لمن وهل کيږی او ناقانونه وسلوال ډېر سوي دي.

د سيمي خلګ وايي، دلته خلګ په رڼا ورځ د وسلوالو لخوا شکول کيږي، دړکۍ ورکول کيږي او په هدفي توګه وژل کيږي.

د باجوړ يو فعال حامد وايي، دلته ورځ تربلي حالات خرابېږي، هره ورځ مو يو مشر او فعال وژل کيږي د پوځ چوڼيو ته څېرمه وسلوال تګ راتګ کوي.

ښاغلی حامد وايي، اوس د باجوړ د هر اوسېدونکی زړه ته دا تېره ده چي په مخامخ ډول پوځ او استخبارات د وسلوالو ملاتړ کوي.

د سېپتمبر پر ۱۹ مه نامالومه وسله والو د ناوګۍ له تحصیله ډاکټر جبار خان وتښتولو. په همدې ورځ د مومندو په ترخو کي د وحیدګل په نامه یو زلمي وروست سوی مړی وموندل سو. هغه له دې درې ورځې مخکي د خپل کور له څنګه ورک سوی و.

همداراز تېره اونۍ د مومندو په ډبر کي په بمي چاودنه کي فضل علیم په نامه یو تن وژل سوی وو.

پاکستاني استخبارات په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړ کوي او په پښتني سيمو کي د بدامنۍ رامنځ ته کولو لپاره طالبانو ته واک ورکوي، ترڅو په خلګو کي وېره خپره کړي.