کور / راپور / هانګو کي د مسافرو پر بس موټر بريد کي د ښځو په ګډون شپږ کسان وژل سوي دي

هانګو کي د مسافرو پر بس موټر بريد کي د ښځو په ګډون شپږ کسان وژل سوي دي

د خيبر پښتونخوا په هانګو سيمه کي د مسافرو پر يو بس وسلوالو ډزي کړي، د دوو مېرمنو په ګډون ئې شپږ کسان وژلي او شپږ نور ئې ژوبل کړي دي.

د مسافرو پر بس د هانګو په زرګري سيمه کي هغه وخت وسلوالو بې درېغه ډزي پيل کړې چي کله دغه مسافر د شمس الدين کلي څخه تال ټاون ته پر لاري وو.

د پېښي وروسته وسلوال له سيمي تښتېدلي دي .

په دغه واقعه کي شپږ کسان ژوبل سوي هم دي، چي د مګړی ځايي روغتون ته انتقال سوي دي.

د يادي پېښي په هکله تراوسه مالومات نسته چي چا او ولي کړې ده.

په هانګو کي کله کله د خپلمنځي دښمنيو له امله جګړې کېږي چي د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان خپل ژوند پکي بايلي.

.