کور / #PTM / محسن داوړ: ریاست د خپلو جنگي مقصدونو لپاره د پښتنو پوره نسل استعمال کړو

محسن داوړ: ریاست د خپلو جنگي مقصدونو لپاره د پښتنو پوره نسل استعمال کړو

د څو مياشتو زندان تېرولو وروسته په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ په لومړي ځل خپلي ويناوي  واورولې.

ښاغلی وزير او داوړ چي کله پارلمان ته ورغلل، د پارلمان د غړو لخوا ئې تود هرکلی وسو او د هغوی د وينا پر مهال به په خورا جوش باندي لاسونه پړق وهل کيدل.

قامي اسمبلۍ ته په وينا کي محسن داوړ وويل، چي دوی د پاکستان له حکومت څخه ايوارډ نه غواړي، خو دا خبره حتما روښانه کول غواړي چي ولي پر دوی باندي دي پرته له ثبوته د ترهګرۍ تور وتړل سو.

ښاغلي داوړ وويل، دا خو خپله عمران خان ومنل چي د نړۍ ترهګرو ته د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ روزنه ورکول، نو اوس پوښتنه داده چي ددغه ترهګرو له لاسه چي کوم عام خلګ او پوځيان وژل سوي دي، د هغوی ذمه وار څوک دی؟

نوموړي زياته کړه، رياست تور لګولی وو، چي په خړ کمر کي د پوځ پر چک پوسټ باندي موږ ډزي کړي وې، خو زه له همدې قامي اسمبلۍ له لاري اعلان کوم، چي که پر علي وزير او محسن داوړ د يوه ډز ثبوت هم وموندل سو، نو موږ ته دي په اسلام ابادکي پانسۍ راکول سي.

ښاغلي داوړ په خپله وينا کي وويل، د پاکستان پوځ مشر په روس کي د وېنا په وخت ویلي وو چي پاکستان څه کرلي وو هغه ريبي، محسن داوړ وویل زه دا پوښتنه کوم چي کوم جنگي ذهنیت جوړ کړی سوی د هغې ښکار څوک وو؟

داوړ زیاته کړه چي ریاست د خپلو جنگي مقصدونو لپاره د پښتنو یو پوره نسل استعمال کړو. نو ایا دا وفاداري وه؟ دا کومه وفاداري ده؟ دا وفاداري ده چي د ټولې نړۍ نه ترهگر راټول کړی سول او پښتانه یې پرې اووژل. ٫٫ وروسته د ترهگرو په ضد د اپرېشنونو په نامه هم خلک ووژل سول او کوم خلک چي ددغې جنگي پالیسی په شا وو نو هغه اوس پټېږي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي د پاکستان پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان چي علي وزير او محسن داوړ هم پکي وو، ډزي وکړې چي ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات پښتانه ئې ژوبل کړل. د خړ کمر د پېښي سره هممهاله د پوځ او پوليسو لخوا ونيول سول او د څلورو مياشتو سخت زندان تېرولو وروسته د پښتنو مبارزينو په ملاتړ له زندانه په ضمانت راخوشي سول.