کور / راپور / حمدالله محب: جنګ ګټلای سو، خو بيا هم پر طالبانو ږغ کوو چي سوله وکړي

حمدالله محب: جنګ ګټلای سو، خو بيا هم پر طالبانو ږغ کوو چي سوله وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وينا کي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وويل، چي دوی د طالبانو سره جګړه ګټلای سي، خو بيا هم پر طالبانو ږغ کوي، چي راسي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

ښاغلی محب چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون لپاره امريکا ته تللی دی، څو ساعته وړاندي ئې دغې غونډي ته خپله وينا واورول.

نوموړي په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي د نړيوالي ټولني همکاري نه هېرېدونکې ده چي د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره ئې ترسره کړې ده.

ښاغلي محب د سولي په تړاو وويل، چي سوله د افغانانو يواځينۍ هيله ده او په دې لار کي افغان حکومت خورا جدي هڅي راپيل کړي دي، خو په سوله کي بېړه کول د دښمن د قوي کېدو په مانا دی.

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکرات وروسته له هغه لغوه سول چي د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ وويل، طالبانو د مذاکراتو پر مهال په کابل کي د يو بريد په پايله کي يو امريکايي او ۱۲ نور کسان ووژل، نو په همدې خاطر ئې د طالبانو سره د خبرو درولو امر ورکړ.

افغان حکومت وايي، د افغان کشالې د هوارولو لپاره يواځينۍ لار داده چي طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

طالبانو په وارو وارو ويلي، چي دوی د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښېني.