کور / اقتصادي / اريانا افغان هوايي شرکت د سختو مالي ستونزو سره مخ دی

اريانا افغان هوايي شرکت د سختو مالي ستونزو سره مخ دی

د اريانا افغان هوايي شرکت مسؤولين وايي، چي په دې وروستيو کي دغه شرکت د سختو مالي ستونزو سره مخ سوی دی او که جدي پاملرنه ورته ونه سي، کيدای سي د ډيوالي کيدو سره مخ سي.

اريانا افغان هوايي شرکت د پنځو کلونو راهيسي خپل فعاليت کوي، خو په دې وروستيو کي شرکت زيانمن سوی، الوتکي ئې زړې سوي او اوس د مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ددغه شرکت مشر عالم شاه ابراهيمي وايي، چي له تېرو څو مياشتو څخه ددوی لګښت تر عوايدو زيات دی او که حالت همداسي روان وي، نو شونې ده چي شرکت دې ډيوالي سي.

نوموړی وايي:” له جنورۍ تر جون میاشتې پورې زموږ مصارف تر عوایدو زیات وه چي دا زموږ له پاره د خطر یو زنګ دی”

اريانا افغان شرکت دا مهال څلور الوتکي لري، چی دوې ئې زړې سوي دي او بيا رغوني ته اړتيا لري.

د همدې ستونزو له امله دغه شرکت سږ کال افغان حاجيان هم نه دي انتقال کړي.

د دغه شرکت رئیس وايي، چي په پام کي وه پنځوس سلنه حاجیان آریانا شرکت د حج له پاره انتقادل کړي، خو دغه شرکت و نه توانید د دغې چارې له پاره یوه لویه چارتر الوتکه برابره کړي.

«و مو نه سوای کړای چي حاجیان انتقال کړو، باید پنځوس سلنه حاجیان موږ انتقال کړي وای او پنځوس سلنه کام ایر. موږ و نه سوای کړای یوه لویه الوتکه چارتر کړو، نو قرارداد مو بیا ځل کام ایر ته وسپاره.»

په دې وروستيو کي د پاکستان لخوا د هغه هيواد د هوايي حريم بندېدلو هم دغه شرکت ته خورا دروند مالي زيان اړولی دی، ځکه له افغانستان څخه هند ته د اريانا افغان شرکت خپلي الوتني د پاکستان د هوايي حريم له لاري ترسره کولې.

د دغه افغان هوایي شرکت چارواکي وایي چي خپلې دغه ستونزي یې له حکومتي چارواکو سره شریکي کړي دي او ولسمشر فرمان ورکړی دی چي د آریانا هوایي شرکت اوسنی وضعیت د یوه نړیوال متخصص شرکت له لورې وارزول سي.