کور / #PTM / محسن داوړ: په ضرب عضب اپرېشن کي پنځوس دهشتګر هم نه دي وژل سوي

محسن داوړ: په ضرب عضب اپرېشن کي پنځوس دهشتګر هم نه دي وژل سوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي په ضرب عضب اپرېشن کي که پنځوس دهشتګر هم وژل سوي وي موږ ته دې ثبوت وښيي.

ښاغلي داوړ چي په قامي اسمبلۍ کي ئې تېره ورځ وينا وکړه وويل، پاکستان د جګړې لپاره د بښتنو درست نسل تباه کړ او په پښتني سيمو کي ئې د اپرېشن په بهانه بې شمېره کورونه وسوځول او ډېر کسان پکي ووژل سول.

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال کي د ترهګرو ځپلو په پلمه په وزيرستان کي د ضرب عضب په نوم اپرېشن پيل کړ، چي په لکونو پښتانه ئې کډوال کړل، په زرګونو ئې ووژل او لا هم په زرګونو نور لادرکه دي.

د يادوني وړ ده، چي کله محسن داوړ په قامي اسمبلۍ کي وينا کول او د پښتنو سره د روان تشدد په هکله ږغېدی ، په همدې وخت کي د پاکستاني رياست ميډيا خبري پوښښ بند کړ او د هغه ميک ئې ګل کړ.

محسن داوړ او علي وزیر چي په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي دي تېره می مياشت د پوځ لخوا ونيول سول او پرته له کوم جرم څخه ئې څلور مياشتي په زندان کي تېري کړې.