کور / #PTM / مسلم باغ کي د پاکستاني خفيه ادارې لخوا د پښتون افسر د وژني پر ضد لاريونونه روان دي

مسلم باغ کي د پاکستاني خفيه ادارې لخوا د پښتون افسر د وژني پر ضد لاريونونه روان دي

تېره ورځ د کوټي شمال ختيځ مسلم باغ کي موټرسيکل سپرو وسلوالو کسانو د لويز يو افسر رفيع الله باندي ډزي وکړې او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ليويزو افسر رفيع الله چي په سيمه کي يو پښتون افسر وو د خلګو په ساتلو کي ئې تل کوښښ کاوه.

د مسلم باغ اوسېدونکي وايي، چي دا لومړی ځل نه دی چي يو پښتون افسر وژل کېږي، له دې وړاندي لورالائی، سنجاویاو کلا سیف اللہ کي هم د خفيه ادارو لخوا پښتانه مشران او چارواکي وژل سوي دي.

د افسر رفيع الله د وژني او د پاکستاني پوځ پر خلاف د سيمي پښتانه راټول سوي او تېره ورځ ئې په مسلم باغ کي يو ستر لاريون وکړ.

 د سيمي مشران وايي، چي دا لاريونونه به ترهغو دوام لري، ترڅو چي ترهګر پوځ د پښتنو د ځوروني څخه لاس نه وي اخيستی.

په دغه لاريون کي د ( يه جو دهشتګردی هې ، اس کې پيچي وردې هې) شعارونه ورکول کېدل. همداراز د ( پاک پوج مرداباد) نعرې وهل کېدلې.

په لاريون کي د پښتون تحفظ مومنټ په طرفداري او د منظور پښتين زنداباد شعارونه هم بدرګه کېدل.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ او خفيه ادارې د پښتنو په وژلو سره غواړي، بدامني رامنځ ته کړي، ترهرګرۍ ته لاره هواره کړي، چور او چپاول جوړ کړي، د پښتنو لپاره تعليمي سيسټم خراب کړي او په لويه کي غواړي چي د پښتنو هرڅه ترلاس لاندي کړي.

د مسلم باغ قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چي پوځ به په خپل دې شوم او پوچ هدف کي هيڅکله هم کامياب نه سي.