کور / راپور / خليلزاد د افغان سولي په تړاو د پوځي چارواکو سره د ليدني لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی

خليلزاد د افغان سولي په تړاو د پوځي چارواکو سره د ليدني لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی

د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزرات استاځی زلمی خليلزاد تېره ورځ د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته رسېدلی دی.

خليلزاد به په اسلام اباد کي د پاکستاني پوځي او سياسي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو وږغېږي.

خليلزاد پر داسي مهال پاکستان ته سفر کوي چي څو اونۍ وړاندي د امريکا او طالبانو تر منځ نهايي سوی توافق وروسته له هغه د ټرمپ لخوا لغوه سو، چي کله طالبانو په کابل کي خونړۍ حملې وکړې.

 ډان پاکستانۍ ورځپاڼي د امريکايي سفارت په حواله ليکلي چي پاکستان به هڅه وکړي، چي په قطر کي ميشت طالب استازی ملاعبدالغني برادر هم اسلام اباد ته راوغواړي او د خليلزاد ترڅنګ د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي.

 افغان حکومت وايي، چي د طالبانو لپاره يواځينی د مذاکراتو لار داده چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.