کور / د ماشومانو نړۍ / قبايلي مشران: دوی به پرې نه ږدي چي د ماشومانو برخليک ئې پنجاب وټاکي

قبايلي مشران: دوی به پرې نه ږدي چي د ماشومانو برخليک ئې پنجاب وټاکي

په خيبر پښتونخوا کي د تعليمي اسانتياوو د نه شتون له امله د قبايلي سيمو ښوونکو مظاهره کړې ده او غوښتنه ئې کړې چي  د پښتنو ماشومانو لپاره دي د ښووني او روزني معيارونه سم سي.

د مظاهرې يو ګډونوال چي ښوونکی دی وايي، زموږ په سيمه کي تعليمي وضعيت ډېر خراب دی، د ښوونځيو معيار سم نه دی او په لوی لاس  د پښتنو د تعليم مخه نيول کېږي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي پاکستانی رياست هڅه کوي چي په قبايلو او د پښتنو په نورو سيمو کي ماشومان د تعليم څخه بې برخي کړي، ترڅو په راتلونکي کي د خپلو حقوقو اخیستلو اواز اوچت نه کړي.

قبايلي مشران وايي، چي دوی به په هر قيمت د خپلو ماشومانو زده کړو ته پاملرنه کوي او پرې به نه ږدي چي پنجابي حاکمان ئې د راتلونکي برخليک وټاکي.