کور / راپور / د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی د پاکستاني چارواکو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی د پاکستاني چارواکو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

په قطر کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چي د ملابرادر په مشری به يو پلاوی نن چهارشنبه د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ولاړ سي.

له دې وړاندي تېره ورځ هم د امريکا د بهرنيو چارو استازی زلمی خليلزاد پاکستان ته رسېدلی دی.

له کله چي د طالبانو سره امريکا خبري اتري لغوه کړي دي، د ايران، چين او روسيې په ګډون پاکستان ته د طالبانو څلورم سفر دی.

په کابل کي د طالبانو د يوه موټر بم بريد په غبرګون کي چي يو امريکايي او ۱۲ افغانان ئې ووژل، د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره خبري اتري لغوه کړې.

د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزرات استاځی زلمی خليلزاد تېره ورځ د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته رسېدلی دی.

خليلزاد به په اسلام اباد کي د پاکستاني پوځي او سياسي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو وږغېږي.

خليلزاد پر داسي مهال پاکستان ته سفر کوي چي څو اونۍ وړاندي د امريکا او طالبانو تر منځ نهايي سوی توافق وروسته له هغه د ټرمپ لخوا لغوه سو، چي کله طالبانو په کابل کي خونړۍ حملې وکړې.

 ډان پاکستانۍ ورځپاڼي د امريکايي سفارت په حواله ليکلي چي پاکستان به هڅه وکړي، چي په قطر کي ميشت طالب استازی ملاعبدالغني برادر هم اسلام اباد ته راوغواړي او د خليلزاد ترڅنګ د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي.

 افغان حکومت وايي، چي د طالبانو لپاره يواځينی د مذاکراتو لار داده چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.