کور / راپور / افغان حکومت: د سولي هغه خبري چي د افغانانو له مشرۍ پرته کېږي بې ګټي دي

افغان حکومت: د سولي هغه خبري چي د افغانانو له مشرۍ پرته کېږي بې ګټي دي

د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وايي، چي د افغان حکومت د ګډون پرته د سولي هرډول خبري پر مخ نه سي تللای.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي سوله د افغان ولس مهمه غوښتنه ده، خو د سولي داسي بهير چي افغان حکومت ئې مشرتوب ونه کړي پرمخ نه سي تللای او بې ګټي به وي.

ښاغلي صديقي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي تېره ورځ په قطر کي د طالب استازو يو وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليکلی، چي د ملابرادر په مشرۍ به نن چهار شنبه يو پلاوی د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېږي.

له دې وړاندي تېره ورځ هم د امريکا د بهرنيو چارو استازی زلمی خليلزاد پاکستان ته رسېدلی دی.

له کله چي د طالبانو سره امريکا خبري اتري لغوه کړي دي، د ايران، چين او روسيې په ګډون پاکستان ته د طالبانو څلورم سفر دی.

په کابل کي د طالبانو د يوه موټر بم بريد په غبرګون کي چي يو امريکايي او ۱۲ افغانان ئې ووژل، د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره خبري اتري لغوه کړې.

د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزرات استاځی زلمی خليلزاد تېره ورځ د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته رسېدلی دی.

خليلزاد به په اسلام اباد کي د پاکستاني پوځي او سياسي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو وږغېږي.

خليلزاد پر داسي مهال پاکستان ته سفر کوي چي څو اونۍ وړاندي د امريکا او طالبانو تر منځ نهايي سوی توافق وروسته له هغه د ټرمپ لخوا لغوه سو، چي کله طالبانو په کابل کي خونړۍ حملې وکړې.

 ډان پاکستانۍ ورځپاڼي د امريکايي سفارت په حواله ليکلي چي پاکستان به هڅه وکړي، چي په قطر کي ميشت طالب استازی ملاعبدالغني برادر هم اسلام اباد ته راوغواړي او د خليلزاد ترڅنګ د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي.

 افغان حکومت وايي، چي د طالبانو لپاره يواځينی د مذاکراتو لار داده چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.