کور / راپور / چارواکي: کندهار کي په لسګونو طالبان وژل سوي دي

چارواکي: کندهار کي په لسګونو طالبان وژل سوي دي

کندهار کي چارواکي وايي، چي وسله والو تېره شپه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د بابرو پر پوستې حمله کړې، دوه پولیس یې وژلي او یو یې ژوبل کړی.

د کندهار امنيه قومنداني څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د بريد وروسته بهرنیو ځواکونو د ارغنداب او شاولیکوټ ترمنځ په پودینه سیمه کي بمبار کړی او پنځلس وسله وال یې وژلي، چي جسدونه یې پاته دي.

 خبرپاڼه زياتوي چي تیره شپه ایساف ځواکونو د ښوراوک ولسوالۍ په سیدان سیمه کي بمبار کړی،۳۵ وسله وال یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي.

چارواکي وايي،  وژل سوي او ټپي وسله وال یی زیاتره د ډيورنډ ها غاړي ګردي جنګل سره د یوه برید لپاره راټول سوي وه.

وسلوالو طالبانو د دواړو پېښو په تړاو تر دا مهاله څه نه دي ويلي.