کور / #PTM / پښتين: د پي ټي ايم غړي لا هم د رياست په زندانونو کي دي، خو موږ له زندان څخه نه وېرېږو

پښتين: د پي ټي ايم غړي لا هم د رياست په زندانونو کي دي، خو موږ له زندان څخه نه وېرېږو

د پاکستاني رياست لخوا نيول سوي د پي ټي ايم غړي لا اوس هم په زندان کي شپې سبا کوي او د هغوی پر ضد د درج سويو مقدمو پلټنه نه کېږي.

د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو سره سره  په زيات شمېر د پي ټي ايم مخکښان او ملاتړي لا هم د رياست په زندانونو کي بنديوان دي.

د پي ټي ايم يو مخکښ فريد اصغر وايي، چي دا مهال د پښتون ژغورني غورځنګ شل غړي په زندان کي دي.

فرید اصغر په فېس بک پاڼه لیکلي په دغو بندیوانو کسانو کې د منظور پشتین نزدې ملګری بلال پشتین، د علی وزیر د تره زامن عارف وزیر او انور وزیر، د قاید اعظم پوهنتون ایم فل سکالر جمشېد وزیر ،ایم بي بي اېس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبد الحی وزیر،ملا بهرام، ملا طاهر، شاه فېصل غازي، حنیف پشتین، اسماعیل محسود،مصطفی پشتین، شیراز مهمند،کاکا شفیع ترین، قاسم اچکزی، دوست محمد، علي بابا، ناظم ظاهر شاه نورزی او شیرنواز مچن خیل شامل دي.

بل خوا د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، چي د رياست لخوا ددوی پر غړو د مقدمو درجول او زنداني کول به ددوی مبارزې ته زيان ونه رسوي.

ښاغلی پښتين وايي، چي خپله پر ده باندي هم ۳۰ مقدمې درج سوي دي، خو دا به ددوی هوډ او زغم مات نه کړي، بلکي لا به د خپلو پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مضبوط سي.