کور / راپور / ملګري ملتونه: ۵۰ کاله وروسته د ګاندي د عدم تشدد فلسفه زموږ اساس او بنسټ دی

ملګري ملتونه: ۵۰ کاله وروسته د ګاندي د عدم تشدد فلسفه زموږ اساس او بنسټ دی

ملګرو ملتونو ويلي، چي د عدم تشدد د مبارزې هندی اتل مهاتما ګاندي د ټولو لپاره د سولي يو سمبول دی او ۵۰ کاله وروسته هم د ملګرو ملتونو تګلاره د هغه پر فلسفه ولاړه ده.

د اکتوبر دوهمه نېټه چي د مهاتما ګاندي د زېږېدني د ورځي سره سمون خوري، ملګرو ملتونو د عدم تشدد د ورځي په مناسبت ځانګړې کړې ده.

د مهاتما ګاندي اصلي نوم چمرکند ګاندهي دی، خو د درناوي په خاطر ورته د مهاتما چي د (لوی روح) په مانا دی يادېږي.

د ملگرو ملتونو ستر سکرتر انتونیو ګوتريش په خپل یو ټویټ کي مهاتما ګاندي يو ستر مبارز بللی او ليکلي ئې دي : ” د عدم تشد د نړیوالې ورځې او هرې ورځې لپاره باید د هغه زړورتیا او عزم زموږ د لارې مشال جوړ وي، چي ۵۰ کاله وروسته د ګاندي د عدم تشدد فلسفه د ملګرو ملتونو د تګلارې بنیاد ګرځېدلې ده”.

د ګاندي په تړاو د هند لومړي وزير نريندرا مودي په نيويارک ټايمز کي يوه مقاله ليکلې او هغه ئې د يو داسي انسان په صفت ياد کړی چي د بېلابېلو تضادونو د يو کولو او د زغم درس ورکولو د يو سمبول په بڼه پېژندل کيږي.