کور / #PTM / پاکستاني عدالت د ګلالۍ اسماعيل د نيولو امر جاري کړی دی

پاکستاني عدالت د ګلالۍ اسماعيل د نيولو امر جاري کړی دی

د پاکستان يو عدالت د پښتنې مبارزي ګلالۍ اسماعيل د نيولو امر کړی دی او ویلي ئې دی چي هغي د پاکستان رياست د بدنامولو هڅي کړي دي.

ګلالۍ اسماعلي چي دا مهال په امريکا کي ده، پاکستاني عدالت ئې په تړاو داسي پرېکړه کړې چي دا به د اکتوبر تر ۲۲ نېټې پوري پاکستان ته راځي او که داسي ونه سوه، نو دا به د فراري په تور تورنه سي.

ګلالۍ اسماعيل د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي او همداراز د پښتون ژغورني غورځنګ يوه ډېره فعاله مېرمن بلل کېږي.

آغلې ګلالۍ وروسته له هغه لادرکه سوه، چي کله ئې د يوې پښتنې ماشومي د جنسي ځوروني او د هغې د قتل پر ضد په اسلام اباد کي وينا وکړه او پاکستانی رياست ئې ددغې ماشومي د قتل ذمه وار وګڼی.

له څو مياشتو لادرکۍ وروسته ګلالۍ اسماعيل د سپټمبر پر ۱۹ په نيویارک کي راښکاره سوه.

آغلي ګلالۍ په يوې تازه مرکه کي ويلي، چي کله دې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پيل کړه او د خپل قام د ژغورني لپاره ئې اواز اوچت کړ پاکستاني رياست او خفيه ادارو ددې د وژني پلان جوړ کړ او غوښتل ئې چي له منځه ئې يوسي.

ګلالۍ اسماعيل چي د پښتون ژغورني غورځنګ يوه مخکښه ده ، وايي چي په امريکا کي به هم خپلي مبارزې ته دوام ورکړي