کور / راپور / امنيت شورا: کانديدان دي د پايلو د اعلان وړاندي د ګټلو دعوې نه کوي

امنيت شورا: کانديدان دي د پايلو د اعلان وړاندي د ګټلو دعوې نه کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ولسمشريزو ټاکنو پر نوماندانو ږغ کړی، چي د انتخاباتو پايلو ته په تمه سي او يو پر بل باندي د تور لګولو څخه ډډه وکړي.

د امنيت شورا په تازه خپره سوې اعلاميه کي د افغانانو رايي ستايل سوي او هغه کسان غندل سوي دي، چي د ټاکنو د ګډوډولو هڅه ئې کول.

په دغه اعلاميه کي ويل سوي، چي د ټاکنو خپلواک کميسون بايد د افغانانو د هري رايي دقيقه ارزونه وکړي او په شفاف ډول دي رايي څېړي.

اعلاميه زياتوي، چي کانديدان دي يو پر بل تور نه لګوي او د پايلو د اعلان وړاندي دي د ګټلو دعوې نه کوي.

څو ورځي وړاندي د ثبات او همپالني ټيم مشر ډاکټر عبدالله اعلان وکړ، چي ددوی رايي د نورو په پرتله ډېري دي او دی ګټونکی دی.