کور / راپور / روسيه وايي، د افغان سولي په تړاو د حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي

روسيه وايي، د افغان سولي په تړاو د حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي

 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چي د افغان سولي په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي.

ښاغلي لاوروف تېره ورځ يوې خبري ناستي ته په خبرو کي وويل، چي غرب په افغانستان کي شل کاله پاتي سو او د بشپړه امکاناتو سره سره ئې د افغانستان معضله هواره نه کړه.

د لاوروف په خبره، اوس غرب په افغانستان کي ناکام سوی دی او په دې خبره باندي حامد کرزی ښه پوهېږي.

نوموړي وويل، چي موږ د حامد کرزي د دريځ بشپړ ملاتړ کوو.

حامد کرزي ويلي وه،چي د افغان سولي پر وړاندي ټاکني خنډ دی او بايد لومړی سولي ته کار وسي.

ښاغلي کرزي د طالبانو سره د امريکا د خبرو د بيا پيل وړانديز هم کړی وو.