کور / راپور / بلوچستان کي د پاکستاني پوځ پر پوسته حمله سوې، درې پوځيان هلاک سوي او ګڼ نور ژوبل دي

بلوچستان کي د پاکستاني پوځ پر پوسته حمله سوې، درې پوځيان هلاک سوي او ګڼ نور ژوبل دي

د بلوچستان په کاهان سيمه کي تېره ورځ د پاکستاني پوځ پر پوسته وسلوالو بريد کړی او ګڼه مرګژوبله ئې اړولې ده.

د بريد پړه بلوڅ ازادۍ غورځنګ پر غاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي په بريد کي ئې درې پاکستاني پوځيان هلاک کړي دي.

ددغي ډلي وياند جنيد بلوڅ وايي، ددوی جنګياليو په کاهان سيمه کي د پاکستاني پوځ پر يوې پوستې بريد وکړ ، چي درې پوځيان ئې هلاک کړل او پنځه نور ئې مرګوني ژوبل سوي دي.

په بلوچستان کي  بلوڅ ازادۍ غورځنګ د خپل استقلال لپاره مبارزه کوي او کله کله د پاکستاني پوځيانو سره په وسلوالو نښتو هم کښېوزي.