کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ خبرتيا

د پښتون ژغورني غورځنګ خبرتيا

د پښتون ژغورني غورځنګ يا پي ټي ايم د رواني اکتوبر مياشتي پر پنځمه نېټه د هالنډ د پلازمېني امستردام په زړه (دم سکوائیر) کښي احتجاجي لاریون کوي.

ددې احتجاج علت د پاکستان ریاست او خفیه ادارو لخوا بونیر ته د مشر پښتين او ملګرو پر تګ د بنديز لکولو پر خلاف ږغ پورته کول دي او د فوج  و ریاست په اشاره د ټولو هغو ظلمونو او ناقانونه بشر ضد کړنو خلاف اواز اوچتول دي چي دا ریاست او خفیه ادارې یې د پي ټي ايم د غړو او عامو پښتنؤ پر ضد ترسره کوي.

په دې احتجاج کي د پي ټي ايم د زنداني سوو مشرانو غړو او هغو ملګرو ږغ ته هم انعکاس ورکول کېږي چي پاکستان دولت ددوی د سولي او امن غوښتني د فعالیت درولو په موخه ممنوع الخروخ لیست ته اچولي دي یا یې په نورو برخو کي د ژوند کړۍ پر تنګه کړې ده.

د امسټرډام لاریون کي د هالنډ برسېره د جرمني او بلجيم د پ ټ ايم فعالين او د بشري حقونو د نړیوالو ادارؤ ( هیومن رايټس) کارکوونکي هم برخه اخلي.

د غورځنګ د هالنډ څانګه په هالنډ او شاوخوا ښارونو کښي ټولو پښتنو/افغانانو او هر هغه چاته د راتګ او ګډون بلنه ورکوي چي په محکومه پښتونخوا کي د مېشتو پښتنو لپاره د سولي، امن او عزتمن ژوند غوښتونکي وي.

د خالي یا زاتردخ ورځ – ماپښين له دریو تر پنځو بجو

پته: Dam 1, 1012JS-Amsterdam

معلومات:

+31643025797

+31640546409

ناويګېشن لینک

Dam 1, 1012 JS Amsterdam
https://goo.gl/maps/bdMDXuC5nfnGcpDJ7

https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2644534392244592?sfns=mo