کور / سياسي / پاکستان د دوکې او ترهګری ځاله – لومړۍ برخه

پاکستان د دوکې او ترهګری ځاله – لومړۍ برخه

ليکنه: سيد عبيدالله نادر

پاکستان د دي فارسی ضرب ا لمثل څخه چی ګویا ( تا احمق در جهان باقیست مفلس دّرنمی ماند)د دي ضرب المثل څخه یی ډیری ګټي او  چتې کړې ، چې په تاریخ کې ساری نه لري ، او دا ضرب المثل یی دخپل د تأ سیس نه تر ننه پوري خپل سر مشق وګرځوی ، او د یوې لویه دنیا او لویو قدرتونو څخه یی خر جوړ کړی . خصوصآ آمریکا ته یی لویه دوکه ورکړه ،او ورپسي عربانو ته، یعني ظاهرأ په نامه د دې چې مونږ ګوندی ترهګری محوه کوو ، او په دي چال او فریب سره یی ډیری پیسی لاس ته راوړې ، په داسي حال کې چی ترهګر هم دوی په خپله روزلي وو ،پاکستان د خپل تاسیس څخه تر ننه پورې په دروغو او دوکو روان دی ، دغه رقم پیسی چې دوی په ډیره بیشرمۍ او آسانه ، آو په چال او فریب د عربو او آمریکا څخه او نورو دنیا څخه اخیستی ،یادونه یی په حقیقت کې په خوله آسانه ده ،خو په واقعیت کې یوه لویه پیمانه یا یوه لویه کچه ده .دوی په ظاهره کې دنیا ملکوته ، ده داسي وشوده چې مونږ روسانو د افغانسان څخه وباسو ، نو په دې پلمه یې د جهاد سر او سامان او ټول سیاست دوي د کنترول لاندی ونیول ، یعنی څه پیسی چې د دنیا له خوا مرسته کیده ، دوی په یو زیاته کچه د مهاجرو په نوم ځان ته په کې ووهلي د افغانستان د رهبرانو د افغانستان په مسله کې عام او تام صلاحیت نه درلود سیاست هم د دوی په لاس کې وو، زمونږ ډیر دردمن خلک ګڼ شمیر ادیبان ، شاعران ، لیکوالان ، پوځي صاحب منصبان ، سیاست پوهان او داسي نور خلک یا دوی ووژل ، او یا یې ځینې دې ته مجبوره کړل چې پاکستان پریږدي او خارج ملکونو ته ولاړ شي .د وژل شویو لست ډیر په یوه زیاته کچه ده چې په دې مختصر کې نه ځایږي .چې دا هم د پاکستان لخوا زمونږ د خلګو سره  دوکو او غلونۍ بل اړخ وو.

د پاکستان د استخبارتي اداره  د دوکو او غولوني بل اړخ : د پاکستان استخباراتی اداره یا استخباراتی حکومت ،( ځکه حکومتونه خو پاکستان کې دوه دي ، یو پو ځی حکومت دی ، او بل په نوم ملکی حکومت ) پر ځای د دي چې په خپل قول صادق پاتي شي ، او دا پیسي د ترهګری د محو کولو د پاره په منطقه کې مصرف کړی ، نو د هغی تر څنګه یی د یو غولونکې جنګ په بڼه د چال او فریب څخه ډکی صحنه سازۍ څخه کار واخیست ، او د یوه مکار ګیدړ په شکل او شأن یی رول ولوباوو ، او د ترهګری شبکه یی نوره هم تقویت او مضبوطه کړه ، دا ځکه چې په دي کې د (آي،اس،آی)د جاسوسی او کرغیړني شبکي کوڅه ډبو واکدارانو په کې ګټه وه ، چې دوی وکولای شول ،چې د دي لارې نه د دنیا د لویو ملکونو څخه او یا هغه ناراضی عرب سرمایه دارانو چې د غربیانو څخه  به  ناراضه ول ، د هغوي څخه پیسي تر لاسه کړي ، په تېره د هغه عربانونه چې،د جنګ او شخړو د دوام د پاره په افغانسان کې د آمریکا پر ضد خپلي باد راوړي پیسي په کار اچوي .او دا هغه پیسي او حرامه سرمایه وه چې دومره مصیبتونه یی خلق کړل  ، د یوه غربی عالم په لنده وینا کې د ډیوید کیتس په نامه چې (د هرې عظیمی شتمنۍ تر شاه لوی جنایت پټ دی) دلته خو بلکل دا شه صدق کوی ، چې د دوی دا بیحده او بی قیاسه سرمایه مونږ ته ډیر مصیبوتونه خلق کړل،  د بلي خوا په نورو نامشروع اړیکو سره د سعودی عرب د سرمایه داران یا بډایانو څخه یی دا پیسي تر لاسه کړې .چې دا کارونه ټول د (آی، اس آی) په لار ښودنه کیدې  ،

 پاکستان په دي پیسو کې د پښتنو او بلوڅو په علاقه هیڅ راز مرسته نه ده کړی : ، پاکستان حکومت په دي پیسو کولای شول ، چې یوه برخه یی د عامه خدماتو په اړوند په مصرف ورسوي . او أن تر هغه چې  ځیني خپل داخلي مشکلات او ستونزی تر یوه حده حل کړي ،د دې لویې کچی د پیسو څخه چې یی په لوی مداریتوب او بیشرمۍ د آمریکا ، عربو ، او نارضی کمپنیو د پډیانو څخه چې د انجام څخه غافل ول ، د هغوی څخه لاس ته راوړې وې ،د پښتنو او بلوڅو په علاقو کې  ،په دي پیسو کې هیڅ راز مرسته نه ده شوي ،    چې دا هم په خپل ذات کې بله دوکه ده ، پشتانه او بلوڅ ټول د دي شاهدان دي ، مرسته خو مرسته نه ده شوی بلکه د دوی د طبیعی سرچینو څخه هم باج اخیستل شوی . داسي ښکاري چې په دي پیسو د (آي،اس،آی) انګلیس مشربه زمامدارانو قبضه لګولي وه ،د پاکستان حکومت خو هیڅ راز واک آو اختیار نه لري ، ځکه  څرنګه چې مو د مخه ووییل په پاکستان کې دوه حکومته دي ، چې یو یی په نوم ملکي حکومت او بل یی د پوځ حکومت دی ، چې په اصل کې عام وتام صلاحیت او قدرت د پاکستان د( آی،اس،آی) په لاس کې دی ،ملکی زمامداران خو یی خوشحاله دي ، چې مونږ د پاکستان زمام داران یو او په بریتو لاس وهې او ویاړ کوی خو د پردې شاته ټول صلاحیت د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی . پوځ که هره ناروا کوی تاریخی مسوولیت یي هم  د ملکی حکومت زمامدارانو ته پریږدي ،دا هم یوه بله دوکه ده ، په کار دا وه چې د دي پیسو څخه ، چې دا یوه لویه کچه وه، که د دي پنځمه برخه هم ،د پښتنو او بلوچو په علاقوکې د رفاه عامه له پاره یا ملی ګټو له پاره په کار اچولي شوي وای دا به ښه وای، یعني د پښتنو او بلوڅو په علاقو کې صحي مرستي ،تعلیمی،بشری،رفاهی ،او یا د کارونو د امکاناتو د برابرولو د پاره په مصرف رسیدلي وای ، دا به ډیره ښه وای . خو برخلاف د دې پیسو زیاته برخه د پاکستا ن په نظامی اټومی تسلیحاتو او د ترهګری د تقویي د پاره په کار لویدلي ، خو په دې هم دوی د پشتنو او بلوڅو په حق کې غداری وکړه .پاکستان د دي پیسو په لاسته راوړلو کښی عربان هم ډیر وغولول

د پاکستان تکړه ژورنالیست احمد رشید چې ډیری څرګندونۍ یی د پاکستان په هکله رشتیا ثابتي شوی ، په خپل کتاب کې (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) چې د کتاب د نوم د لوستلو سره انسان فکر کي چې نیم کتاب یې لوستلی ، په دریم څپرکي ۷۲ پانه د( پاکستان چا ، چا ته دوکه ورکړه ؟)تر عنوان لاندی لیکي چې د ده ژوره اندیښنه ښیي چې په پاکستان کې داسي څوک نشته چې پوځ ته خپلي غلطۍ په ګوته کړي ،(د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره د پاکستان امنیت د طالبانو په منګولو کې غورځولی شي ، ، له ستراتیژیکو غو ښتنو خلاف د پوځ دغه د انزوا تګ لاره د افغانستان سیمی او لویدیز غوښتنو په خلاف ده ، او دا ټول به یوه ورځ په نا ببره توګه د پاکستان داخلي امنیت او پرمختګ د ګواښ سره مخامخ کړي ، افسوس دا دی ، چې په پاکستان کې ،یو داسي سیاسي ځواک له سره شتون نه لري ، چې پوځ او جنرالانو ته دا خبره وکړي ،او د حالاتو په اړه د هغوي ستراتیژی و ارزوي ،د دي ټولو خلاف زرداری او یوسف رضا ګیلاني دواړه له کیاني څخه په ویره کې ښکاري ،د دي پر ځای چې دغه کسان له ملکي فشار ، رسنیو پارلمان او نورو ځواکونو کار واخلي بلکه د اوږود مهال د پاره په خپلو دندو پاتي کیدو د پاره نه غواړي د پوځ سره مخالفت وکړي ) ،د همدې مبحث په پیل کې احمد رشید داسي لیکي پاکستان د خپل تاریخ په بد ترینو ، حالاتو کې راښکیل دی ، او له خپلو ګاونډیو هیوادونوسره ډیري خرابي اړیکي لري ، پاکستان او په نړۍ کې د ترهګرۍ د انځور بنسټ بلل کیږي ، دا ټول له دي امله ، چې د پاکستان پوځ په جهادي ډلو او پراکسي جنګیالیو باور لري ، ځیني لا هم د حکومت خبرو اوریدو ته اړ دي ، خو ډیر نور یي بیرته د پوځ خلاف جګړه تر سره کوي ، په ۱۹۹۰ کلنو کې د دوي د جګړی محور او هدف د کشمیر جګړه وه ، خو کله چې طالبان رامینځ ته شول ، نو بیا دوي کندهار ته لاړل او هلته د جنګیالیو په توګه وګمارل شول ، ) بل ځای احمد رشید په همدې کاتاب کې کې (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) داسي لیکي ( د پاکستان اوسنۍ نړیوال پیژندګلوي د یو معصر او پرمخ تللي هیواد په توګه نه ده ، بلکه د مختلفو ترهګرو ډلو د ځالي په توګه پیژندل کیږي ، د دسمبر د یوولسمۍ څخه دا دی ، یوه لسیزه تیریږي خو پاکستان د دې پر ځای چې د ترهګرۍ لانجي ته ، یوه د حل لاره پیدا کړي ،له ناټو او امریکا سره یي ، خپلي اړیکي تر بل هر وخت ډیرې ماتې سړې او خرابی کړې .