کور / سياسي / پاکستان د دوکې او ترهګرۍ ځاله – دوهمه برخه

پاکستان د دوکې او ترهګرۍ ځاله – دوهمه برخه

ليکنه: سيد عبيدالله نادر

پاکستان د دنیا په نظر کې:

پاکستان د چال فریب او دوکي په لوبه کې اوس په دنیا کې ډیر رسوا شوی  دی ، آن تر دي اندازی پوری چې اوس په خپل ملک کې پښتانه او بلوچان پری هم باوری نه دي . د طاهر داوړ د مړي مسله یی ژوندی مثال دی د طاهر داوړ مړی پیدا کېدل د افغانستان څخه با وجود د دې چي مړۍ په افغانساتن کې پیدا شو . خو د خلکو او عوامو غبرګون دا وښوده ،چې پښتانه اوس د پاکستان د استخباراتی شبکی یا د دنیا د پیسو د غلاد دي لوی شبکی باندی باوري نه دي .ځکه ټولو پښتنو په یو آواز به غیر د ګلخنانو نه د پاکستان د پوځ لاس په دې قضیه کې دخیل و ګانه ، او هیڅ چا و نه منله چې ګوندی د افغانستان له خوا به دا کار شوی وي .په دي کار کې ډیرو پښتنو خپل وحدت او یو والۍ وښوده ،شهید طاهر داوړ د اسلام برباد غوندی پر امنه ځي څخه ټښتول شوی ،او په دیره بیرحمۍ وژل شوی .او بیا په افغانستان کې هم د پاکستان پستی ته په څیرمه نژدي غورځول شوی وو .چې شواهد داسي ښایي چې مړۍ همدي پستي ته راوړل شوی ،او بیا دوی په خپله دلته غورځولی دی ،ځکه هغوی نشو کولای چې د رسوایی د ډاره وړاندي راشي . په داسي حال کې چې وژلی خو د پاکستان پوځ او یا پنجابی حکومت دی ،

دا هم د دوکو بله لوبه وه ،د دوی بله پلمه دا هم وه ، چې په دي کار سره ، د پښتنو په مینځ کې شخړه واچوي او بی باوری د پشتنو تر مینځه رامینځ ته کړي . او  دا هم د دوی د بادار لار ښودنه وه ، چې دا لوبی په پشتنو ډیری شوی ، خو له نیکه مرغه د دواړو اړخونو پښتانه دومره بیداره ول، چې هغوی دا وژنه د افغانستان نه و نه منله ، او پړه یي د پاکستان په استخبارتي شبکي (آي ،اس،آی) واچوله او دا بله دوکه او غولونه وه چې دوی وکړه،دمړي د تسلسیمیدو مراسم چې په ټوله میدیا او فیسبوکونو کې په نشر ورسیده ،د دنیا ډیرو خلکو ولیده ، چې حتی د طاهر داوړمیرمني د پاکستان د بیرق د خورولو د طاهر داوړ په تابوت باندی انکار وکړو ،د پاکستان دوهم لاس حکومت چې د ټولو دنیا د صاحب نظرانو په اند ، ملکي حکومت دی ، یعني په دي معنی چې اصلي حکومت خو (آی،اس ،آي)یا پوځ دی . دوی د خپلو ملکي زمامدارانو نه هم خره جوړ کړي ، او دا بله دوکه د قام او خلکو سره ،چې صدراعظم په نوم ، رییس جمهور په نوم ، کابینه او وزیران په نوم،او ګلخانان هم خوشحاله دي چې مونږ د دي ملک سر براهان یو ،د دوی ټول بی واکه او اختیاره دي ، د پردي شاته اختیارات ټول د (آی ،اس، آی) سره دی ، او د شاه له خوا د استعماری دستګاوو او استخباراتو مشوری ورسره دي ، نور ټول دوی لکه نانزکي په شان دي ،او یا بی صلاحیته کدوان دي .او په دې خوشحا له دي ، چې د وزارت او ریاست مقامونه لري ، یوه طبقه عصری ګلخانان  دي ،په ډاګه ښکاري چې د استخباراتي واکداران د پاکستان ملت سره هم صادقه نه دي ، دلته هم دوکه روانه ده او دا د دوکی بل اړخ دی ،

د پاکستان حیثیت دنیا ته :

پاکستان دنیا ته د ترهګری ځاله ثابته شوی ، د دوی د لوی شخصیت عالم او سیاست مدار د خولي چې په میدیا کې ټوله دنیا واوریدله ،د مولانا محمد شیراني په وینا چې دینی عالم او سیاست مدار هم دی ،د ده وینا ده چې وایي : (دنیا مونږ ته په کوم نظر ګوري د دنیا د ملکونو د پاره پاکستان ګویا د دریمی دنیا د پاره پاکستان یو بین الاقوامی چوک دی د مزدورانو ،لکه بازارکې چې خلک په چوک کې د کار د پاره ناست وي ،او د مزدوری سامان او آلات یي تر مخه ایښي وي ،په دي طمع چي ګوندی څوک یی د کار د پاره بوځي ،دلته ملایان د فتوی د پاره په کرایه باندی ملاویږي ،لیډران د قوم د غولیدو د پاره په کرایه باندی ملاویږي ،جرنیلان په کرایه باندی د فوج د استعمالیدو د پاره ملاویږي ، او کرایي قاتلان همداسي درواخله ،لهذا دنیا پاکستان ته د کرایي د قاتلانو او د غلو او لوفرانو د کلي په نظر ورته ګوري ) کرایي قاتلان خو یي په رښتیا هم هغه ول چې زمونږ دیر دانشوران او پوهان یی یو په یوه یي په پیشاور کوټه اسلام برباد، او نورو ځایونو کې ووژل ، بر علاوه د نړۍ وال فشار پر پاکستان باندی،پاکستان د ترهګری څخه لاس نه اخلي ،دهند صدر اعظم نرندرا مودي د نوی کال په مناسبت یعني د ۲۰۱۹ د جنوری په لومړي وییلي:دا فکر کول سم نه دي چې پاکستان به ژر اصلاح شي ،هغه ووییل چې پاکستان به په اصلاح کیدو کې وخت نیسي ،ښاغلي مودي یو هندی تلویزیون (ای،ان،آی)ته په مرکي کې ووییل :(چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي،) هغه ووییل:(چې د ترهګری د مخنیوی د پاره دغه فشار که په پاکستان کې د ننه د ترهګرو په نښه کول وي ،او که یا په بله کچه وي ،خو هغوی به یی جاری ساتي) ، پاکستان د خپل تاسیس نه وروسته خپل مرکز اسلام آباد ونوماوه ، چې په اصل کې دا هم اسلام برباد وخته ،په داسي حال کې چې ډیر ښه مسلمانانو د وژني دسیسې د اسلام آباد څخه طرح شوي ،

بیا هم د دوکي بل اړخ

بله غلونکي دوکه یی د دنیا او افغانستان د خلکو سره دا ده ، چې ګویا دا دنیا ته ثابته کړي ، چې ترهګر نه یواځي د پاکستان څخه بلکه د افغانستان څخه راځي یا رااوړي ، او د دې له پاره چې د ټولو نه خره جوړ کړي .نو د اغزن دیوال تاو راتاوول یی د افغانسان او پاکستان په پولي پیل کړل ،او تر یو اندازی پوری په دي کار کې بریالی هم دی ،  چې دا هسي د دنیا د خلکو په سترګوخاوري شیندل دي ،خو ټول صاحب نظره او د پوهی خاوندان په دي ښه پوهیږي ،چې ترهګر ټول په پاکستان کې دي ، د (میا افتخار حسین وینا ده ، چې په رسنیو کې او په فیسبوک کې بار بار خلکو شریکه کړې ، او دهغه وینا دا ده چې وایي 🙁 کله چې تاسي په بارډر(سرحد)باندي اغزن تار راښکو بس اوس خو لاره بنده شوه ، نو دهشت ګَرد د کوم ځایّ څخه راځي ،د دي فکټري (فابریکه) چیرته لګیدلی ، مخکي به تاسو وییل: چې د افغانستان نه راځي ، نو اوس خو دي لاره بنده کړه ،نو اوس د کوم ځایه څخه راځي ، بس صفا ووایه چې دا تا ساتلي وو ، دا ستا خلک وو ، او دا ستا خلک دي ، دا دهشت ګَردي به بندوئ ، او اوس خو د کشمیر خبره ختمه شوه ، نو خلک هم وزګار شول، نو اوس هغه خلک به هم د مخه که یوه دماکه کیده اوس به ډبلي دماکي کیږي ، نو د وزګار د پاره کسب په کار دی ، د دوی د پاره غیر دي دهشت ګَردۍ نه بل لوی کار وبار نشته ، دا د دوي کار وبار دی دوي زمونږ د سر په وینو دا کار کوي ، اوس خو بیداري په کار ده ، مونږ کوم چې د مخه دا خبره کوله ، اوس هم دا خبرخ کوو، چې د افغانستان اَمن د پاکستان د اَ من ضامن دی )، آ د مولانا صاحب شیراني خبره چې هر ځای د دنیا کې ترهګریز یرغل وشی ،نو ریشه یی د پاکستان څخه ثابته کیږي .احمد رشید د پاکستان تکړه ژورنالیست په خپل کتاب کې پاکستان د کړنګ تر غاړه ، چې د کتاب په خپله نوم یي د پاکستا ن د راتلونکي بد بختیو شرح ورکوی ، چې د نوم په لوستولو سره سړی فکر کوی چې نیم کتاب یی لوستلی ، یعني (پاکستان د ګړنګ تر غاړه) احمد رشید لیکي :(پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري .چې په ځینو کې یی مستقیمآ پوځ داخل دی . دوی له افغاني طالبانو سره خپلي مرستي یا کاملا نه مني او یا یی پټي ساتي ،او په دي ډول نه غواړي له طالبانو سره خپلي مرستي بندي کړي ،دوی نه غواړي په سیمه کې له هندوستان سره یو جوړ جاړي ته ورسیږي .د پاکساني حکومت ضد طالبانوشمیر او ګواښونه ورځ تر بلي زیاتیږي .پوځ نه غواړي د جلا غوښتونکو، غوښتنو ته ځواب ووایي ،).

بل اړخ د دوکي 

د پاکستان حکومتونه خو هم پوځ جوړوی ، آ دي مولانا محمد شیرانی خبره چې د ‌(بی بی سی) خبریال ته یی په ځواب کې وویل :(چې حکومتونه خو همدا پوځ جوړوي ، خپله یې جوړوي ، او خپله یې ړنګوي هم ) او دا مونږ د پاکستان د أسیس څخه تر ننه پوري په خپلو سترګو ولیده چې رشتیا هم حکومتونه دوی په خپله جوړوی او ړنګوي یې هم او دا دنیا ته هم قابته ده ، نور خلک په پاکستان کې چې د مولانا شیراني غوندي د زړه په سترګو بینا نه وي دا حقیقت نه شي ویلی ،مولانا شیرانی څلور لسیزی په سیاست د پاکستان کې لوی فعال غړی پاتي شوي ،خپله هم لوی عالم سړی دی ، او د پاکستان د استخباراتي ادارو د کړنو مخالف شخص دی

د مولانا محمد شیرانی څرګندونۍ د پاکستان په هکله

بده به نه وي د پاکستان د دوکو او د غلولو په سلسله کې دمولانا محمد شیراني دا یوه عجیبه کیسه هم ولولئ ،چې وايې  : (کله چې زه او دوه د پښتونخوا نور ملایان د مسعود او طالبانو روغی ته ورغلي وو ، نو لمړی مو د مسعود سره ولیدل مسعود راته ووییل : مولانا صاحب که واک غواړې ، واک درکوم ،او که واک نه غواړې ،نو زما او د طالبانو روغه په هغه قرآن او شریعت راوکړه ،کوم چې طالبان یي په افغانستان کې عملی کوي ،که په قرآن او شریعت ملامت شوم ، زه به ننواتي ملا عمر ته کندهار ټه ورځم . مولانا شیراني وايی ما ووییل : بالکل تر دې سمه خبره نسته او خوشحاله شوم ، فکر می وکړ چې ملا عمر به په شریعت ډیر خو شحاله شي وايي : کله چې ما ملا عمر ته دغه حال ورولیږه ، چې مسعود په قرآن او شریعت راځي شو ، نو ملا عمر او طالب مشرانو ډډه وکړه ،چې مونږ په قرآن او شریعت روغه نه کوو ،ځکه زمونږ د څه ملګرو او دوستانو نده خوښه ، مولانا محمد شیراني وايي : زه پوه شوم چې د پاکستان (آی ،اس،آي) نه ده خوښه ،نو ما بیرته د تګ اراده وکړه ،چې زمونږ د ګوند د مشرتابه غړي ځواب راویږه ،چې د پاکستان آی اس آی پوخیان ډیر په خشم دي ،همدا اوس را روان سه ، ځکه هغوی وایي چې مولانا شیراني همدا اوس له افغانستانه څخه راوباسئ ،که نه هملته به یی په همدغو طالبانو درته مړ کړو، مولانا صاحب شیراني وایي : (ځکه خو زما د هغي ورځي نه د طالبانو څخه بد راغلو) .د مولانا شیراني دا خبره په فیسبوکونو او یوتیوپ کې ډیرو خلکو اوریدلی هم ده ،دا چې پاکستان پوځیان وايي چې مولانا شیرانی د افغانستانه څخه وباسئ که نه هملته به یی په همدي طالبانو در مړ کړو ، دا اوچته د داکټر نجیبالله د قتل دستور چې د کوم ځای څخه ورکړ شوی ښايي ،نور پټ رازونه هم ښکاره کیږي .چې صاحب نظران په لږ دقت سره ډیر څه ترې اخیستلای شي