کور / تازه خبرونه / قبايل: د دوو قبيلو ترمنځ سخت جنګ روان دئ

قبايل: د دوو قبيلو ترمنځ سخت جنګ روان دئ

له كرمي ايجنسۍ څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي د سيمي د دوو قومونو ترمنځ جګړه كي نهه تنه وژل سوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
دا شپږمه ورځ ده چي د بګ زائي او ماروخېل په سيمه كي د بنګښو او طوري قبيلو ترمنځ جنګ روان دئ، چي له امله يې د مړو شمېر ۴۷ او د ټپيانو دا ۸۶ تنو ته ورسېد.
ويل كېږي دواړي قبيلې د يو او بل پر سيمو باندي د سپكو او درنو وسلو ډزي كوي چي ډېرى قربانيان يې د سيمي بې ګناه اوسېدونكي دي.
بلي خوا ته د پيواړ په سيمه كي هم چي له تېرو پنځو مياشتو راهيسي د طوري او منګل قبيلو ترمنځ نښتي رواني دي، يو ځل بيا يې د يو او بل پر ضد د راكټونو او توغنديو بريدونه پيل كړي چي د مرګ ژوبلي په اړه يې تر اوسه معلومات نسته.