کور / تازه خبرونه / اروپا: له اېران سره د اټوم پر لانجه خبري رواني ساتو

اروپا: له اېران سره د اټوم پر لانجه خبري رواني ساتو


د اېران دولتي ټلوېزون د خپل هيواد د چارواكو په حواله خبر وركړ چي له اروپايي ټولني سره يې هوكړه كړې چي د اټومي انرژۍ پر لانجه به خبري رواني ساتي.
د خبرو اترو لپاره د اېران له خوا ټاكل سوى استازى سعيد جليلي وايي د اروپايي ټولني د خارجه وزير هاوير سولانا سره په دې اړه د ټلېفون پر ليكه ږغېدلى دئ.
هاوير سولانا او سعيد جليلي تېره مياشت په جينيوا كي هم د اېران پر اټومي پروګرام خبري وكړې، چي وايي پايلي يې ګټوري وې او دې لړۍ ته به دوام وركوي.