کور / تازه خبرونه / چين د المپيك لوبو په سر كي ځاى لري

چين د المپيك لوبو په سر كي ځاى لري


د چين په بيجينګ ښار كي د المپيك د نړيوالو سياليو په جريان كي د چين هيوادو لوبغاړي د نمرو په حساب د ټولو هيوادونو په سر كي ځاى لري.
د المپيك د نړيوالي كمېټې څخه په خپاره سوي يوه بيان كي راغلي چي چينايي لوبغاړو د اګست له نهمي تر ۱۱مي پوري په بېلابېلو لوبو كي نهه د سرو زرو مډالونه ترلاسه كړي دي.
د المپيك نړيوالي لوبي چي د اګست پر اتمه په بېجينګ كي پيل سوې، د المپيك د لوبو په تاريخ كي يې د شاندارو مراسمو ريكارډ ټينګ كړ.
چين وايي دې لوبو ته د تياري دپاره يې ۵۳ ميليارډه ډالره لګولي دي.
چينايي لوبغاړو د لوبو په لومړۍ ورځ هڅه كوله چي د ۲۰۰۸ كال د المپيك لوبو د سرو زرو د لومړني مډال وياړ يې په برخه سي، چي همداسي وسول.