کور / تازه خبرونه / قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي

قاضي حسين احمد: مشرف بايد محكمې ته راكش سي


د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند مشر قاضي حسين احمد وايي له جمهوري رياست څخه د مشرف ليري كېدل د حل لاره نه، بلكي اصلاً بايد هغه محكمې ته راكش سي.
د قاضي حسين احمد په وينا مشرف په غير قانوني توګه قاضيان ليري كړل او په قبايلي سيمو كي يې د امريكا په ګټه عمليات پيل كړه چي له امله يې بايد محكمه پوښتني ځني وكړي.
قاضي حسين احمد چي تازه له سوډان څخه خپل هيواد ته رسېدلى وايي د مشرف تر ليري كېدو د قاضيانو بيرته ټاكل مهمه خبره وه، نوموړي پر اوسني حكومت تور ولګاوه چي په ځينو اړخونو كي د مشرف د ديكتاتور حكومت پاليسۍ تقعيبوي.