د سپین غر مجلې ۱۷ مه او ۱۸ مه ګڼه چاپ سوه
په ناروي کي د سپین غر مجلي اوولسمه او اتلسمه ګڼه د نویوو په زړه پوري سیاسي، ټولنیزو، ادبي ، کلتوري او دیني مطالبو سره د ګرانو هېوادوالو د ګټي اخیستلو په منظور له چاپه راووته.
مینه والو او ګډونکونو ته د استولو لړۍ پیل شوي ده. هغه هېوادوال چي تر اوسه یي سپین غر مجله نه ده تر لاسه کړي کولای شي د لاندینیو برېښنالیکونو له لاري مونږ سره اړیکي ونیسي تر څو مجله ورواستوو:
د سپین غر ۱۷مه او ۱۸ مه ګڼه په لاندینۍ پته هم پر لیکه دي:
http://www.spinghar.org/spinghar.html
همدار راز د خپلو ټولو هېوادوالو څخه هیله مند یو چي مونږ د خپلو قلمي همکاریو څخه برخمن کړي. دسپین غر اداره رالیږل شوي لیکني په پوره امانتدارۍ او بي له کومي لاس وهني نشر او خپروي.