کور / تازه خبرونه / په خوست کې ماين چاودنې دوه تنه ملکي وګړي ووژل

په خوست کې ماين چاودنې دوه تنه ملکي وګړي ووژل

دخوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دملکي وګړو په موټر پسې ماين شوي چې په پايله کې دوه تنه وژل شوي .
دخوست والي ارسلاجمال په خبره  چې ياده  پېښه د دوو شنبې ورځې د غرمې وروسته د تڼيو په ولسوالۍ کې رامنځته شوی .
جمال وويل پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې يادو کسانو غوښتل خوست ښار ته لاړ شي چې  سراچه ډوله موټر يې  په ماين وربرابر شو او له امله دواړه کسان ووژل شول  .
تر اوسه د پيښې پړه چا پرغاړه نده اخيستي .