کور / راپور / فضل الرحمن: د اکتوبر پر ۲۷ په اسلام اباد کي د حکومت ضد “ازدۍ مارچ ” کوو

فضل الرحمن: د اکتوبر پر ۲۷ په اسلام اباد کي د حکومت ضد “ازدۍ مارچ ” کوو

د پاکستان حکومت د اپوزيسون او د جميعت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چي د اکتوبر پر ۲۷ نېټه به په اسلام اباد کي د حکومت ضد مارچ کوي.

نوموړي تېره ورځ په اسلام ابادکي يوه خبري کنفرانس ته وويل، چي موږ به د حکومت پر ضد د اکتوبر پر ۲۷ نېټه راټولېږو او زموږ ددې مارچ مخه څوک نه سي نيولای.

فضل الرحمن زياته کړه، د تحريک انصاف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت په درغليو راغلی او دوی به  پوره کوښښ کوي چي ژرترژره دا حکومت نسکور کړي.

هغه وويل، د عمران خان حکومت د پاکستان په تاوان دی او بايد له منځه يووړل سي.

فضل الرحمن په خپلو خبرو کي وويل،چي د اسلام اباد په لاريون کي به د ټولي اپوزيسون پارټۍ ګډون کوي، خو د اپوزيسون ځينو مشرانو ويلي، چي په دغه مارچ کي د ګډون پرېکړه به وروسته وکړي.

پاکستان دا مهال په سخت سیاسي او اقتصادي بحران کي را ايسار دی، چي د شنونکو په نظر لامل ئې په نړيواله کچه د ترهګرو سره د پاکستاني استخباراتو ملاتړ او د هغوی مرسته ده.