کور / راپور / ارګ پاکستان ته: د ورانکارو ډلو کوربه توب داصولو خلاف کار دی

ارګ پاکستان ته: د ورانکارو ډلو کوربه توب داصولو خلاف کار دی

افغان حکومت وايي، چي که پاکستان په رشتيا هم د افغان سولي سره مرسته کوي، نو په خپل هيواد کي دي د ترهګرو ځالي له منځه يوسي.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي تېره ورځ وويل، اوس هم طالبان د سولي د پروسې پر وړاندي خنډونه جوړوي، تشدد کوي، خونړي بريدونه کوي او سولي ته غاړه نه ږدي.

ښاغلي صديقي دا څرګندوني پاکستان ته د طالب استازو د سفر په غبرګون کي کړي دي.

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی تېره ورځ اسلام اباد ته ولاړی او هلته ئې د دغه هيواد د لومړي وزير عمران خان په ګډون د بهرنيو چارو د وزير، د پاکستان د استخاباراتو د مشر او نورو پوځي چارواکو سره وکتل.

افغان حکومت وايي، چي د سولي هره هغه پروسه چي افغان حکومت ئې مشري ونه کړي ناکامه ده.

په اسلام اباد کي د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناسته

ښاغلي صديقي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي پاکستان ته د طالب استازو سفر په افغان سوله کي هيڅ مرسته نه سي کولای.

له دې وړاندي ايران ته د طالب استازو پر سفر باندي هم افغان حکومت اعتراض کړی وو.