کور / راپور / ملاعبدالسلام ضعيف: پاکستان د باور هيواد نه دی

ملاعبدالسلام ضعيف: پاکستان د باور هيواد نه دی

د طالبانو د حکومت پر مهال په اسلام اباد کي د افغانستان سفير او سياسي شنونکی ملاعبدالسلام ضعيف وايي، چي پاکستان د باور هيواد نه دی او پر هغه باندي اعتماد کول به يوه ستره تېروتنه وي.

نوموړی وايي، افغانان بايد د پاکستان د سياست ښکار نه سي، ځکه پر دغه هيواد باندي هيڅ ډول باور بايد ونه سي.

نوموړي ويلي، افغانان باید په دقت سره پر مخ ولاړ سي او کوم غلط سیاسي قدم وانه خلي.

ښاغلي ضعيف پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي تېره ورځ د ملابرادر په مشرۍ د طالب استازو يوه ډله د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدل او هلته ئې د لومړي وزير په ګډون، د بهرنیو چارو د وزير، د پاکستان د استخباراتو د مشر او نورو پوځي چارواکو سره وکتل.

افغان حکومت هم د طالبانو د ياد سفر په غبرګون کي ويلي، چی پاکستان ته د طالبانو سفر د افغان سولي سره هيڅ ډول مرسته نه سي کولای.