کور / #PTM / د علي وزیر له وينا څخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير وتښتېدی

د علي وزیر له وينا څخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير وتښتېدی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزیر له زندان څخه د راخلاصېدو وروسته پارلمان ته په خپله وينا کي وويل، چي پوځ د پښتنو په سيمو کي يواځي او يواځي د عامو وګړو او پښتنو پرضد عمليات کړي دي او ترهګرو ته ئې هيڅ زيان نه دی اړولی.

د ښاغلي وزير د وينا پر مهال په پارلمان کي د پاکستان د کورنيو چارو وزیر اعجاز شاه هم ناست وو، خو کله چي علي وزير د پښتنو سره د پاکستاني پوځ د ظلمونو يادونه وکړل، د کورنيو چارو وزير غونډه پرېښوده او له ودانۍ ووتی.

علي وزير په خپله وينا کي وويل، چي درواغ نه وايي، که يې درواغ وويل په همدې ساعت به له قامي اسمبلۍ خپله استعفا اعلان کړي. هغه وويل چي د پاکستان پوځ چي د پښتنو په سيمو کي څومره عمليات ترسره کړي دي، په هغې کي د ۵۰ وژل سوو ترهګرو نومونه دې دلته اعلان کړي، زما به هغه ورځ په پارلمان کي وروستۍ ورځ وي.

له دې وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ بل مخکښ محسن داوړ چي هغه هم د علي وزير سره يو ځای بنديوان وو له ازادېدلو وروسته پارلمان ته په وينا کي وويل، چی پوځ د پښتنو په سيمه کي عمليات وکړي، عام پښتانه ووژني او وروسته د هغوی پرضد مقدمې هم درج کړې، چي هم مړ سي او هم پړ وبلل سي.

علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د پاکستاني پوځ لخوا په دې تور بنديوان سول، چي د پښتنو د حقونو لپاره ئې اواز اوچت کړی وو او د خپل قام د روا غوښتنو مبارزه ئې کول.