کور / خبرتیا او پيغامونه / دښوونکی دورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني  دمشرتابه جرگې دمبارکي پيغام

دښوونکی دورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني  دمشرتابه جرگې دمبارکي پيغام

سويډن / مالمو

د۲۰۱۹ ز کال داکتوبر ۵

نن دهغه چا ورځ ده چې په يوه  لاس شاگرد په بل جهان ځنگوي .

ښونکې ورځ دي مبارک !

فرخنده باد روز معلم !

د ښوونکي نړېوال ورځ دي دنړۍ اغلو اوښاغلو قدرمنو اودرنوښوونکوته مبارک وي!

د ښوونکي نړېوال ورځ  چې هرکال داکتوبر پر پنځمه  په نړيواله  کچه لمانځل کيږي دهيواد اونړی ټولواو سنيواوپخوا نيوښوونکو ته ددې درنې او وياړه ډکي ورچي له امله  دزړه له کومي بارکي وايو .

زه دښوونکی دشاگرد په توگه خپل دې رهنماته چې زه یې تردغه ځايه رارسولی يم اوپه نړۍ کښي یې فلسوفان او نانغگان روزي دښوونکی دورځې په مناسبت ورته دزړه له کومي مبارکي وايم اوپه وړاندي یې دحترام لپاره سرټيټوم .

ښوونکې تاسوهغه شخصيت  چې دمځکي دکرې پر مخ مودجهالت  ،تورتم ، وحشت اوبربريت کمبلې ټولېدو اوانسان  ته دپوهی او انسانيت ورزده کولوته ملاتړلې د ه .

پدې باوريم هرهغه انسان چې قلم اوکتاب ته لاس ور وړاي سي دادښونکی دبې ساري زياراوزحمت  نه هېريدونکي برکت دي .

همدا اوس موږ ټول دسرپه سترگو ورته گوروچې زموږ دهيواد ټول ښوونکی دژوندله کومو ستونزو،کړاونو اواقتصادي ناخوالوسره لاس اوگريوان دي،خوبياهم دژوندپه سختو شرايطوکي دخپل هيواد راتلونکی اوجگړه ځپلي  نسل روزلوته یې ملاتړلې .

ښوونکى غواړي په خپله پوهه دټولې نړۍ اولادونه سالم وروزي  اوهغوي دټولنيز ژوند دبرياود تروروستيو کچو ورسوي .

ښوونکې ! ستاپه ملا کي خداي دومره توان ايښی چې دبشری ټولني يو جبر اويوه ستونځه مو ملا نسي ماتولاي .

تل تاند اوبشريت ته ديوه ژمن او با احساسه انسان په توگه دژوند دټولو،سياسي،اقتصادي اوټولنيزو ناخوالو سره لاس په گرېوان ياست خوپه سپېڅلی شهامت او اراده پر مخ درومی،شاته تگ ستاسو په وجدان اوروان کي نشته .

داستا سو دزيار اوزحمت برکت دي چې بشريت دعلم اوتخنيک دپرمختگ هغو مرحلو ته رسېدلی چې په دومره لنډه موده کي یې چا تصور هم نشو کولاي .

ښوونکې! تاسو هغه لمر ياست چې بې شتون څخه مونړۍ تياره ده .

ښوونکې ! تاسو هغه رهنماياست  چې بېله  شتون څخه موانساني ژونداو اړېکي  پدې ډول ناشونی وې .

ښوونکې ! تاسو هغه روح اوهوا ياست چي انسان ته د ژوند،عزت ،مهربانی او انسانيت درس ورکوی .

ښوونکې ! تاسوپه حقحقت کښي تاسو ددې ښکلی نړۍ چې اوس یې انسانان په سيل اوصفت نه مړېږي جوړونکي اومعمار ياست  .

ښوونکې ! په بشری ټولنه  کښي  دانساني ژوند ټول سهولتونه اولاسته راوړني ستاسو دبې ساري زيار اوزحمت محصول دي .

ځکه خو به نو په دنيا کي هيڅ عالم ونه توانېږي  اونه به ځان ته جرات ورکړي چې ستاسو مقام او دهلوځلو ددرناوي او قدرداني څرگندولوجوگه سي . که ستاسو دمقام په وصف کي کتابونه وليکل سي ،دهغو ټکوچې دا کتاب پر ليکل کېږي بياهم رهنما تاسو ياست .ځکه خوبايد ووايم چې ستاسو مقام دومره دروند دی چې دنړۍ هرعالم یې  د اړينې درناوی څرگندولونه  عاجز پاته کيږي .

وړانديز مو دادی چې موږ افغانان بايد په عمل کي د ښوونکی  مقام ته درناوى ولرو، ځکه دښوونکی درناوی زمونږ د آبدي ژوند يوه لويه سرمايه اوتاريخي پانگونه ده .

دهيوادغېرتی ښوونکو! يوځل بياتاسومقدسوشخصيتونوته ددرناوي په توگه په سرټيټولوسره ددې  مبارکي ورځې له امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلې وړاندي کوم .

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه په استازيتوب  حبيب الله غمخور