کور / راپور / محسن داوړ: د افغان حکومت د ګډون پرته د سولي خبري ناکامه دي

محسن داوړ: د افغان حکومت د ګډون پرته د سولي خبري ناکامه دي

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي د افغان حکومت پرته د بل چا سره د سولي خبري کول بې ګټي دي.

نوموړي تېره ورځ د امريکا ږغ راډيو سره په يوې مرکه کي ويلي، چي که پاکستان رشتیا غواړي په افغان سوله کي مرسته وکړي، نو باید مخامخ د افغان حکومت سره خبري وکړي.

هغه وويل، پاکستان ته د طالب استازو ورتګ به د افغان سولي سره مرسته ونه کړي.

دوې ورځي وړاندي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازو يوه ډله  د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ولاړل او هلته ئې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير ترڅنګ د آی ايس آی د مشر او نورو پوځي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو وږغېدل.

افغان حکومت هم وايي، چي د سولي يواځينۍ لار داده چي طالبان به د افغان حکومت په مشرۍ د سولي خبرو ته تيارېږي.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي پاکستان ته د طالب استازو د سفر په تړاو ويلي، چي د پاکستان حکومت ته نه ښايي چي د ورانکارو کوربه توب وکړي او دا کار ئې د اصولو خلاف دی.