کور / د ډيورنډ کرښه / وزيرستان خلګ: پوځ مو هم خلګ را وژني او هم مو کاروبار را ورانوي

وزيرستان خلګ: پوځ مو هم خلګ را وژني او هم مو کاروبار را ورانوي

په وزيرستان کي هره ورځ د نا امنۍ پېښي رامنځ ته کېږي، چي پکي خلګو ته د سر او مال زيانونه اوړي.

د وزيرستان د ځوانانو ټولنه وايي، چي دلته د وسلوالو، ډاکوانو، غلو او خپله د ارمي لخوا د خلګو سره تشدد کېږي او سيمه ئې نا امنه کړې ده.

دغه ټولنه وايي، چي اوس د نا امنۍ نوي پېښي مخي ته راځي چي هغه د خلکو  د کورونو چورول او د دوکانونو لوټل دي.

دوې ورځي وړاندي په “ميرلي”   کي دوه دوکانونه ولوټل سول او بيا اور ورته واچول سو.

ددغه دوکانونو د لوټلو لپاره ۱۳ مخپټي وسلوال کسان راغلي وه او هلته ئې څوکيدار وهلی وو.

د سيمي خلګ وايي، چي دا اوس د نا امنۍ نوې ډول پېښي رامخي ته سوي  چي د پوځ په مرسته مخپټي وسلوال د خلګو مالونه لوټي او هغه کسان چي ددوی مخي ته ودرېږي هغه وژني.

د شمالي وزيرستان د ځوانانو د ټولني مشر اسدالله شاه وايي، د شپې په وسلو سمبال پټمخي کسان راځي او د خلګو دوکانونه او کورونه چوروي.

هغه وايي، وړاندې ئې د وزیرستانیانو کورونه ړنګ کړل او اوس یې کاروبارونه ور خرابوي، دلته هدفي مرګونه روان دي، ولس ته امن نسته.

په وزيرستان کي په کال ۲۰۱۴ کي چي کله پاکستاني پوځ عمليات شروع کړل، په زرګنو پښتانه ئې ووژل او د وزيرستان په لکونو دکانونه ئې ړنګ او شتمنۍ ئې لوټ کړلې .