کور / راپور / عراق: د فساد پر ضد لاريونونو کي ۶۰ کسان وژل سوي

عراق: د فساد پر ضد لاريونونو کي ۶۰ کسان وژل سوي

په عراق کي نن د پنځمي پرلپسې ورځي لپاره  د ګڼي مرګژوبلي سره سره لا هم د تاوتريخوالي ډک لاريونونه روان دي .

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چي په دغه لاريونونو کي تر دا مهاله ۶۰ کسان وژل سوي او په ۱۶۰۰ کسان ژوبل دي.

په پلازمېنه بغداد کي وروسته له هغه پوليسو پر لاريون کونکو ډز وکړې چي منع سوي ساحی ته ئې د ننوتلو هڅه وکړه.

له دوو ورځو راهيسي په بغداد کي ګرځبنديز اعلان سوی او ګڼي لاري سړکونه بند سوي دي.

دا لاريونونه په حکومتي ادارو کي د فساد، د برېښنا د نه شتون، بې کارۍ او د اوبو د ستونزو پر وړاندي راپيل سول.

لاريون کونکي وايي، چي ددوی د ژوند اساسي ستونزو ته پاملرنه نه کېږي، د بې کارۍ کچه لوړه سوې، برېښنا هر وخت پارچاوېږي، په حکومتي ادارو کي فساد اوج ته رسېدلی او آن د څيښاک پاکو اوبو ته د خلګو لاسرسی ګران سوی دی.

نن د شنبې په سهار د عراق لومړی وزير عادل عبدالمهدي په بغداد کي د ګرځبنديز د ختمولو امر وکړ او وئې ويل چي د لاريون کونکو مشروع غوښتني به ومنل سي.

نن به عراقي پارلمان بېړنۍ غونډه هم جوړه کړي چي پکي به د لاريون کونکو غوښتني وڅېړل سي.