کور / راپور / بلوچستان کي د خفيه ادارو لخوا پنځه کسان په تشدد وژل سوي دي

بلوچستان کي د خفيه ادارو لخوا پنځه کسان په تشدد وژل سوي دي

په تېرو دوو ورځو کي د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کي د ۵ تنو بلوڅانو مړي موندل سوي چي پاکستاني استخباراتو د ځان سره بېولي وه.

د راپورنو له مخي تېره ورځ په نوشکي کي د دوو بلوڅ ځوانانو مړي په داسي حال کي وموندل سول، چي پر بدن ئې د شکنجې نښي وې. دغه کسان څو ورځي وړاندي د خپل کور څخه د خفيه اجنسۍ کسانو پورته کړي وه.

همداراز په دالبندين علاقه کي هم د يوه پلار او دوو زامنو مړي موندل سوي، چي پر بدن ئې د وهلو ټکولو نښي موجودي وې.

دغه درې کسانو په ګوادر کي مزدوري کول، خو کله چي خپل کور ته راغلل د اجنسۍ کسانو پورته کړل او دوې ورځي وړاندي ئې مړي وموندل سول.

پاکستاني استخبارات او پوځ د بلوڅانو او پښتنو په زرګونو کسان د ځان سره بېولي چي ډېری کسان ئې په تشدد وژلي او په زرګونو نور لا هم لادرکه دي.

د بشري حقونو نړيوال سازمان هم پاکستان په دې تورن کړی چي د پښتنو او بلوڅانو په وژلو کي لوی لاس لري.