کور / راپور / فضل الرحمن وايي، ترڅو چي د عمران خان حکومت ړنګوو، جګړه به مو روانه وي

فضل الرحمن وايي، ترڅو چي د عمران خان حکومت ړنګوو، جګړه به مو روانه وي

د جميعت علماء اسلام (ف) پارټۍ مشر فضل الرحمن وایي، چي د عمران خان په مشرۍ د حکومت پرضد به ئې جګړه جاري وي او ترڅو چي ئې دا حکومت ړنګ کړی نه وي پر کراره به نه کښېني.

فضل الرحمن په اسلام اباد کي خبريالانو ته وويل، چی دی به د اکتوبر په ۲۷ نېټه په اسلام اباد کي د حکومت ضد مارچ پيلوي او وروسته به د پاکستان نورو ښارونو ته هم دا لړۍ غځوي.

نوموړي زیاته کړه دوي د اسلام اباد د لاريون دپاره تګلاره جوړه کړې او د وخت وخت سره به یې روانه ساتي.

خو وئې ويل، که د دوی د نيولو هڅه وشوه دا به د ادارو او د دوی ترمنځ د د شخړي جوړولو هڅه وي.

د پاکستان پر اوسني حکومت دا نيوکه کېږي چي د پوځ په مرسته رامنځ ته سوی او د خلګو استازیتوب نه کوي او نه هم ملکي حکومت ته ورته دی.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي او سياسي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، چي عمده لامل ئې ددغه هيواد د حکومت او پوځ د ترهګرو سره پراخ او ښکاره ملاتړ بلل سوی دی.