کور / سياسي / ټاکنې اوله ټاکنو وروسته اړتیاوي

ټاکنې اوله ټاکنو وروسته اړتیاوي

ليکنه:عبدالوحيد وحيد

د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شميرل کيدې. داسې لومړیتوبونه چې هریو پرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود.

مونږ افغانانو ته سوله د ژوند دوهم نوم ده. هغه ژوند او هغه نوم چې متاسفانه مونږ له تېرو څلوېښتو کالو راپدېخوا ورپسې لالهانده ګرځو، ټاکنې د ولسواکئ مهم اصل، دواک پر سر د جګړو تر ټولو غوره او د عمل وړ لاره ده. مونږ په تيرو څو لسيزو کې د واک په سر د جګړو اوږد تاریخ او ګڼې بېلګې لرو. ځینې یې دومره وحشیانه او بوږنونکې دي چې ان ورور د ورور په مرئ چاړه ايښې ده او پلار د زوی سترګې اېستلي دي. د پرديو د يرغل په وړاندي د پاڅون او واک په سر جګړو کې له دوه مليونه زيات بيګناه افغانان وژل شوي دي. د دغو جګړو له امله شپږ مليونه افغانان پرديو هيوادونو ته په کډه کولو مجبور شوي دي، کابل وران شوئ ده، دولتي او شخصي شتمنئ لوټ شوې، کورونه کلي او کابل ښارونه ويجار او کنډواله شوي دي. ددغو ټولو بدمرغيو زيان ملت ته ور په اوږه شوئ ده، چې متاسفانه لاهم ترلاندې پروت يوازې ساه ايستلئ شي.
د ټاکنو په تړاو هغو سیاستوالو او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د خلکو د ذهنيتونو د بدلولو په تړاو ډير منفى تبليغات وکړل څوک چې له خپلې بریا څخه نهیلي وه او په دې ډول يې غوښتل چې د بریالیو نوماندانو، په ځانګړي ډول د يوه خاص نوماند د قاطع بریا مخه ډب کړي. مګر هغوى ددغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل، ځکه چې ولس ته د هغوى د حال له مکاريو او دروغو ډک سياسي دريز او په ماضي کې د افغانانو په وينو سره لاسونه ښه معلوم دي.
ټاکنې او سوله دواړه د ولس اړتیاوې دي، ځکه چې دواړه د جګړې د پایته رسولو او د هیواد د ښيرازي، سوکالي او پرمختګ کې خپل رول او اغېز لري. همدغه وجه ده چې افغانان هم د سولې د تامین او هم د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي دي.
زمونږ ځوريدلي او کړيدلي ملت د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او دوه اړخیزې هوکړې ته د رسيدو په نتيجه کې د راتلونکي سولې لپاره د خوښئ او نيکمرغئ زيري اوريدو ته د انتظار شيبې حسابولې، خو دغه ممکنه خوښي هم د ټرمپ د ټويټ او په هوکړه لیک کې د اوربند د نشتون له امله په سيند کې لاهو شو.
ملت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند له هغه تړون سره هيڅ سر او کار نلري چې د ولسي ژوند د خونديتوب پيغام ونلري.
افغانان پوهيږي چې د واک په سر له ښو جګړو څخه داسې تاکنې هم غوره دي چې سرتاسري او ازادي نه وي او د خلکو د ګډون کچه هم پکې ښکته وي.
سوله د افغان ولس اړتيا ده او داسې ښکاريږى چې ددغو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره په لویه کچه د مختلفو اړخونو ارادې، غوښتنې او تياري له يو بل سره توپير درلوده. ولسمشر غني د قطر د خبرو جريان ته د شک په سترګه کتل. هغه ويل چې زمونږ سوله باید د پرديو تر مينځ د معاملو ښکار نشي. د ولسمشر اندېښنې ژورې تاریخي ریښې لري، ځکه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په پایله کې نظام ړنګ شو او په دې هېواد کې د واک په سر د جګړو له امله داسې ناورينونه راغلل چې پايلې لاهم مشهودې او ملموسې دي.

د سولې بهیر په اړه د افغان دولت او مخالفو سیاسي او جنګي کړیو په ګډون د سیمې هېوادونو اونړیوالو دریځونه هم پخپل منځ کې له يو بل او حتی د افغانستان له عيني واقعیتونو سره په ټکر کې ښکاريدې.

د حکومت، سياسي مخالفينو, طالبانو, خليلزاد, ګاونډيانو او سيمه ييزو هيوادونو جلا هڅې،ضد او نقیض نوښتونه له شونتیا څخه په خورا لرې واټن کې ايښودل شوي ښکاره او پټ شرطونه د دې ټکرونو بنسټ جوړ کړئ وه.
په معاصر پيچلي نړيوال سياست کې زمونږ د ځينې سياستوالو د پوخوالي کچه دومره لوړه وه چې په ټاکنو باندي د ټينګار له امله يې د جوزا له لمړئ نيتې څخه وروسته ولسمشر غير قانوني او فاقد د صلاحيت باله، خو له ټاکنو دوه ورځې وړاندې همدغو مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې ټاکنې دې وځنډوي.
امریکا تر ډيره بريده ظاهراً په ټاکنو کې د سرتاسريتوب، روڼتيا او امنیت د نشتون له امله له طالبانو سره د سولې هوکړې ته لومړيتوب ورکاوه. پاکستان ايران او روسيې په پته او ښکاره د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه د ولسمشر غني د حذف په تړاو تحرکات او کړنې درلودې.
مونږ پوهيږو چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، روسیه او چین د خپلو ګټو د خونديتوب په هکله اندېښنې لري. د هغوی د اندېښنو د لرې کولو لپاره افغانستان بايد له امریکا او نړیوالې ټولنې سره په ګډه داسې د حل لارې ولټوي چې له یوې خوا د هغوی اندېښنې لرې شي، بل لور ته له ټولو سيمه ييزو هيوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د افغان حکومت د یوه روښانه میکانیزم په چوکاټ کې خبرې وشي. هره هغه ممکنه ګټوره تګلاره خپله شي چې د ګډو ګټو په اډانه کې د درې واړو هېوادونو خپلواکي ځمکنئ بشپړتيا او ملي حاکمیت ته زیان نه وي اوښتئ.

اوس ټاکنې تر سره شوې. بايد ومنو چې په ټاکنو کې د ولسي ګډون کچه ټيټه وه. خلک تير ځل د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغيزمنتوب بې باوره شوي وه. په ليستونو کې د نوم د اندراج، بائيو ميټريک ماشينونو او د سټيکر ستونځو شتون درلود، خو بيا هم د تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ټيټوالي سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه.
طالبانو پخوا هم انتخابات او انتخاباتي مبارزې د سبوتاژ کولو هڅې کولې، خو داځل ددغه ګواښ کچه لوړه وه. ولس د خپل ژوند د خونديتوب لپاره د رأيو صندقونو ته له تلو ډډه کوله او دغه يې حق هم وه. البته د هغو افغانانو جرئت د ستاينې وړ ده چې له ټولو ګواښونو او په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو په رأيه د معاملې کولو له امله د ولسى باور له ټکني کيدو سره سره يې د خپل روښانه راتلونکې په موخه دغه مسئوليت سرته ورساوه.

زمونږ د هیواد ستونځې پيچلي له کږلیچونو ډکې کورني او بهرني ابعاد لري. ښکاره خبره ده ،چې رېښې یې له یوه لوی نړیوال پلان څخه سرچینه اخلي او حل یې هم د هغوى له ګټو او ارادو سره تړلئ ده.

مونږ اوس د ټاکنو لور ته لاړو. تاکنې مو ترسره کړي او تر ديره حده د بريا لورئ هم څرګند ده. ستونځې او ننګونې لاهم زمونږ د بشپړې بريا مخه نیسي، ځکه چې مونږ سوله اوس هم اړتیا ګڼو او ددغې اړتیا د پوره کولو لپاره په لمړي سر کې ملي اجماع ته رسيدل او له همدغه ادرس څخه د مذاکراتو لړئ پرمخ بيول د بريا يوازنئ لاره ده.
د ملي يووالي تر نامه لاندې حکومت د سولې په وړاندې ستر او د پام وړ خنډ د کمزوري او کم ظرفیته حکومت له خپلمینځي ستونځو او غيرمتجانس جوړښت څخه سرچینه اخيسته. ولسمشر او اجرائیه رئیس د هيواد د پرمختګونو اقتصادي او ټولنیزو لمړيتوبونو په تړاو جدا جدا درلودل او حتى کله کله به د هغوى ترمنځ اختلافات د تقابل او تصادم تر پولې رسيدل.
بله خبره دا ده چې ښاغلي غني ويلي وه چې ولسمشریزې ټولټاکنې به نوي حکومت ته دنده وسپاري چې له یوه ځواکمن دریځ څخه له طالبانو سره خبرې وکړي.
که د ځواکمن دریځ له ادرس څخه مذاکراتو ته تلل اړين وي، نو ولسمشرئ ته د نورو نوماندانو او له ولسي حمايت څخه برخمنو سياسي مشرانو باور ترلاسه کول به هم د ملي اجماع لپاره د وخت اړتیا وي. راتلونکئ حکومت باید داسې بڼه ولري چې د اجرائیه ریاست له تشکیل پرته په حکومت کې ټول هغه نوماندان برخه ولرى چې اقلاً يوه سلنه ولسي رايې يې خپله کړې وي.
که دغه وړاندیز ومنل شي نو مونږ به پشپړه توګه د خپل ولس ارمانونو او نړيوالو اندېښنو ته مثبت ځواب ويلئ وي او يقيناً به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د ملي اجماع له خد او خال سره سم د ولسي باوړ په چوکاټ کې پياوړئ مذاکراتي ټيم ولرو.
په زغرده وايم چې متاسفانه مونږ افغانان اقلاً له تيرو څلورو لسيېزو را په ديخوا د خپل منځي جګړو او شخړو د حل لاره نه ده موندلې. اعظمي هڅې باید وشى چې د ټاکنو د پايلو د منلو او نه منلو له امله هيواد د بحران لوري ته لاړ نشي. کيداى شي پردى دښمن د ځينو ماتې خوړولو نوماندانو په کارولو هيواد يو ځل بيا د بحران خواته د کش کولو هڅه وکړي، خو مونږ او زمونږ همفکره هيوادوال به د اسلامي فراست او پراخو ملي ګټو ته د ژمنتیا په هوډ دغه ډول توطئې او دسيسې شنډوو.
مونږ قطعاً نه خوښوو او نه غواړو چې يو ځل بيا زمونږ د کورنئ شخړې د حل او فصل لپاره د جان کیري په څير پردي راشي او مونږ ته د حل لاره ولټوي.
په دغه تړاو د دولت جوړونکي تيم د مرستيال امرالله صالح خبره او د همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله بي ځايه غبرګون داسې بيلګي دي چې وضعیت لاهم ترينګلتيا او تشنج ته بيايي. د پايلو او د ګټونکي ټيم د بريا اعلان مطلقاً د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده ده. هغوى باید دغه دنده په خورا دقت شفافیت او د خپلواکي د اصل په نظر کې نيولو سره مخ ته يوسي. نوماندان بايد رسنيو او غونډو ته په دغه تړاو د بيځايه او بي مورده خبرو کولو څخه ډډه وکړي.

دوهمه موضوع چې افغانان ورته تر هرڅه زياته اړتيا لري سوله ده.
باید ومنو چې هره جګړه په سوله خاتمه مومي او د افغانانو ترمنځ جګړه چې خورا پيچلي استخباراتي او نيابتي بعدونه لري او ګټه يې هم يوازې پرديو ته رسيږي. د دغه ډول جګړو ګټل خو هغه خوب او خیال ده چې کله هم تعبير نشي موندلاى.
له هر ډول شک او ترديد څخه پرته سولې ته د رسېدو لپاره هر وړانديز ته غوږ نيسو له هر نوښت څخه ملاتړ کوو،خو ښه خبره دا ده،چې د سولې په تړاو اساسي پريکنده او رغنده ګامونه پورته شي.
تر اوسه چې د سولې په تړاو څومره ګامونه اخیستل شوي ګټور به وي، خو بسنه قطعاً نه کوي.
د سولې ترنامه لاندې ټولې ذيدخله خواوې خپلو هڅو ته د خپلو ګټو په محور راڅرخوي.
حکومت مو کله د سولې مشورتي بورد کله د مذاکراتو لپاره د نازولو ټيم، کله د سولې لپاره په ځانګړې وزارت، کله د سولې مشورتي جرګه جوړوي او کله بیا یو او بل هېواد ته لمن غوړوي،چې د سولې خيرات پکې واچوي.
سیاستوال مو د سولې ترلاسه کيدو لپاره مسکو ته مخه کړي، د پوټين ډول ته څڼې اچوي را اچوي او کله هم د قطريانو چلتارونه او سمندري هوا خوند ورکړي.
طالبان کله سولې ته د رسيدو لپاره دفتر ، کله نمائندګي پرانيزي او کله هم پردي هېواد ته د سفر په مهال سوله لټوي، خو په ظاهراً يوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او په ضمني توګه د خپل امارت اسلامي د قيام او دوام خبره کوي.
داسې تيت او پاشلي هڅې سولې ته د رسيدو لاره نه، بلکه د دغه ولسي ارمان د تحقق پرځاى د لا پيچلي کيدو او پرديو استخباراتي کړيو ته د اسانتياوو برابرولو ته لاره پرانيزي.
سوله له ذيدخله هيوادونو سره د مخکې شوي تفاهم له لارې د نړيوالو څارونکو په شتون په لمړي سر کې د يوه لوري او بلې خوا د تسليمي مفهوم نه، بلکه په پرانستي زړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د يوبل د منلو، غوښتنو او اندېښنو ته د غوږ نيولو، په تولو متنازعه مسائلو باندې خبرو هوکړې رسيدلو وروسته د خپل منځي جګړو د پاي ته رسيدو له اعلان سره سم پرديو ته د په مخه ښه ويلو ته ويل کېږي.
والسلام
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

.